خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د غړیتوب لپاره پر شرایطو د برابرو کسانو نوملړ ترلاسه کړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د غړیتوب لپاره پر شرایطو د برابرو کسانو نوملړ چې د بشري حقونو او مدني بنسټونو، د حقوقپوهانو انجمن، علماو شورا، د معلولینو حقونو مدافع او ملاتړو بنسټونو او پوهنتونو برابر کړی و، ترلاسه کړ.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون پر شرایطو د برابرو کسانو تحصیلي اسناد او کاري سوابق ارزولي او جمهوررئیس به له دغه افرادو او هغه ۲۷ کسیز نوملړ څخه چې د غوراوي کمېټې برابر کړی و، د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون نوي غړي انتخاب کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */