خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی خپل حضور ته ومانه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی محمدابراهیم طاهریان نن مازدیګر خپل حضور ته ومانه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو د جامع سند چې تر کار لاندې دی، اقتصادي مسایلو، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او امنیتي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: