ټیکنالوژي

۱۰۰۰ گېگابایټ وړتیا لرونکی میموري کارت خرڅلاو ته وړاندې شو

سن ډېسک کمپنۍ چې د میموري کارتونو یوه پېژندل شوې کمپنۍ ده د گوتې نوک په اندازه یو ټېرابایټ (۱۰۰۰ گېگابایټ) فایل ثبتونې وړتیا لرونکی میموري کارت خرڅلاو ته وړاندې کړ.

د سن ډېسک دغه کوچنی خو لوړ ظرفیت لرونکی میموري کارت د موبایل نړیوال کانگرېس غونډې کې معرفي شوی و، چې اوس خرڅلاو ته وړاندی شوی او بیه يي ۴۵۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې.

د دغه میموري کارت اړوند وېب پاڼه کې لیکل شوي چې دغه میموري کارت په یوه ثانیه کې ۹۰ مېگابایټ فایلونه پرانیستلی او ۶۰ مېگابایټ فایلونه خوندي کولی شي.

د دغه میموري کارت ۵۱۲ گېگابایټ وړتیا لرونکې بڼې بیه ۲۰۰ امریکايي ډالره او د ۴۰۰ گېگابایټ وړتیا لرونکې بڼې بیه يي یوازې ۹۰ امریکايي ډالره دی.

سن ډېسک کمپنۍ وايي چې ۱۰۰۰ گېگابایټ وړتیا لرونکې میموري کارت يي انډرایډ ځیرکو موبایلونو کې د 4K وېډیو ثبتولو لپاره جوړ کړی.

له دې سربېره دغه کمپنۍ تر ټولو چټک سرعت لرونکی میموري کارت هم معرفي کړی چې یوې ثانیې کې ۱۷۰ مېگابایټ فایلونه پرانیستلی او ۹۰ گېگابایټ فایلونه خوندي کولی شي، خو د دغې بڼې د وړاندې کېدو نېټې اړوند يي څه نه دي ویلي.

%d bloggers like this: