دیني لیکنې

د رورګلوي حقوق

حامد افغان

څو ډوله ورورګلوي

موږ هر وخت اورو د مور و پلار حقوق، د مېړه او ښځې حقوق، د اولاد حقوق، د ګاونډیانو حقوق، د ناروغانو حقوق، د مزدورانو حقوق او د خادمانو حقوق، دا ټول پر ځای دي او په دې ټولو حقوقو دې خبرې وشي، خو د ورورګلوي حقوقو په اړه خبرې یا بېخې کمې او یا په نشت شمار دي، د ورورګلوي تړاوونه زیات دي، قران کریم کې ورورګلوي څو ډوله یاده شوې ده، څو ډوله هم فکره خلک سره نږدې او وروڼه بلل شوي دي، چې یو هم له هغې جملې نه د ایمان ورورګلوي ده : ﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ..﴾ [الحجرات: 10]؛ خو موږ په دې ورورګلوي خبره نه کوو.

داراز د کفر ورورګلوي، لکه قران کریم وايي : ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَقَالُواْ لإِخْوَانِهِمْ… ﴾ [آل عمران: 156، وروستۍ جمله کې راغلي او کافرانو خپلو وروڼو ته وویل، یعني خپلو کافرانو ته یې وویل، زموږ بحث له دې ورورګلوي نه هم نه دی. داراز ګناه او په ځانګړې توګه بذر او اصراف کې د شیطان ورورګلوي، لکه قران کریم وايي : ﴿ إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ ﴾ [الإسراء: 27، له دې ورورګلوي نه هم موږ خبره نه کوو.

منافقان او کفار هم سره وروڼه دي، قران منافقان د کفارو وروڼه یاد کړي دي، موږ دلته د دوی له بد مرغه وروګلوي نه هم نه غږیږو. ﴿ أَلَمْ تَر إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ ﴾ [الحشر: 11، جنتیان هم سره وروڼه دي او الله جل جلاله وروڼه یاد کړي دي، موږ د جنتیانو له ورورګلوي هم خبره نه کوو. ﴿ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُتَقَابِلِينَ ﴾ [الحجر: 47

د نسب ورورګلوي

موږ دلته د نسب او خپلوي له ورورګلوي نه ګړیږو، یعني ستا ورور او خور، له مور و پلار دواړو نه یا له پلار او یا له مور نه، ایا موږ د داسې ورور او خور حق ادا کړی دی، ایا زموږ تر منځ اړیکه تعبدي ده او که عصبیت او خېلي ته په نسبت ولاړه ده؟ د نسب دا ورورګلوي په اسلام کې لوړ شان لري، د دې ورورګلوي لپاره اسلام حقوق، اخلاق او اداب ځانګړي کړي او لازمي کړي دي، نسبي قرابت او د خسرګنیتوب قرابت او خپلوي الله خپل نعمت او اکرام بللی دی، قران کریم کې راغلي، الله جل جلاله فرمايي: او الله هغه ذات دی چې له اوبو نه یې یو بشر پیدا کړ، بیا یې له هغه نه د نسب او خسرګنۍ دوې بېلابېلې لړۍ وغځولې، ﴿وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا﴾ [الفرقان: 54

نو د نسب لړۍ او ورورګلوي پالل دین دی او د اجر او ثواب کار دی، دا نه عادت دی، نه قومي وجیبه ده او نه باید د بل مطلب لپاره تر سره شي، حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه صحابي ته فرمايي: له مور و پلار سره دې ښه وکړه، له خور او ورور سره دې ښه وکړه، بیا چې څومره درنږدې او نږدې وي هغه سره ښه وکړه. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : بر أمك وأباك، وأختك وأخاك ثم أدناك أدناك. رواه احمد

اوس راځو دې خبرې ته چې د وروڼو او خوېندو په یوه بل حقوق څه دي، دوی باید خپلو کې څه ډول اړېکې ولري او له یوه بل سره څه ډول چلند ولري، په دې اړه دلته ایتونه او نبوي حدیثونه او د نبوي سیرت نه ځينې لارښوونې راخلو. که څه هم د دوی په یوه بل حقوق زیات دي خو زه یې څو مهم او د وخت د غوښتنو پر اساس هغه یې دلته راخلم.

رسول الله ﷺ او د هغه خور شیماء

وروڼو او خوېندو سره ښېګڼه، هغوی سره په مینه او نرمي چلند، په دې باره کې زموږ لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه نمونه او قدوه دی، په دې لړ کې یې له رضاعي خور سره د چلند په اړه یوه ښایسته کیسه زموږ له کتاب ( کیسې او پندونه دویم ټوک) نه راخلو.

د شيماء بنت الحارث نوم حذافه بنت الحارث و، د بنو سعد د قبیلې وه، “الشیماء” یې لقب و او په دې مشهوره وه، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضاعي خور وه او د حليمې سعديې لور وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلي رضاعي مور حليمي سره پنځه کاله تیر کړي و، په دې موده کې ده له خپلې رضاعي مور، کوروالو یې او له بنو سعد نه ښه اغېز ترلاسه کړی و او له هغوی سره یې ټول عمر مینه او محبت کاوه.

امام ابن حجر رحمه الله پخپل کتاب (الاصابة في تمييز الصحابة) کې لیکي : کله چې د هوازن د غزا په مهال مسلمانان د بنو سعد په قوم غالب او برلاسي شول او له هغوی نه یې ډېر خلک بندیان کړل، په هغو کې شیماء هم وه، دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او ورته ویې ویل: یا رسول الله! زه ستا رضاعي خور یم، هغه ورته وویل: د دې خبري کوم دلیل لرې؟ دې ورته وویل: د ماشومتوب په مهال مې ته په شا کړی وې، تا زما په ملا خوله لګولې وه، هغه ستا د خولې لګولو نښه مې اوس هم ملا کې شته، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه نښه وپېژندله، خپل څادر یې په ځمکه ورته وېړ کړ او په هغه یې کینوله.

وروسته یې ورته وویل: ستا خوښه، که زما سره ځې او زما سره اوسې، درنښت او احترام درته لرم او د زړه له تله درته خوشاله یم او که غواړې له خپل قوم سره اوسې هم خوښه ستا ده. هغې ورته وویل خپل قوم سره اوسم، نو اجازه یې ورکړه، ښېګڼه یې ورسره وکړه او د هغې له ټول قوم بنو سعد سره یې هم ښېګڼه وکړه.

شیماء رضي الله عنها ښه او مشهوره شاعره وه، شیماء معمولي او عادي ښځه نه وه، هغه ډېره پوه او مدبره میرمن وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د عربو ځیني قبایل له اسلام نه واوښتل او مرتد شول، د شیماء قوم بنو سعد هم مرتد شول، خو شیماء د خپل قوم د ارتداد د فتنې پر خلاف ودریدله او د دې په هڅو سره بنو سعد بیرته اسلام ومانه، شیماء رضي الله عنها ډېره تقواداره وه او د شعر له لارې یې اسلام ته ډېر خدمت کړی ده، چې ښکاره بېلګه یې د خپل قوم بیرته اسلام ته تسليمول دي. رضي الله عنها.

د موسی او هارون علیهما السلام ورورګلوي

یوه بل ته د خیر دعا او د زړه له تله د یوه بل پرمختګ او بریا غوښتنه ، یعني وروڼه به یوه بل ته د خیر دعاګامې کوي ، د یوه بل مرسته به وي او د یوه بل بریا او کامیابي به یې هیله وي. راځو قران کریم کې د دوو ورڼو ورورګلوي ته لیږ تم کیږو چې هغه موسی او هارون علیهما الصلوة والسلام دي، دوی خپلو کې یوه بل ته دعا وي: ﴿ قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ ﴾ [الأعراف: 151، هغه وویل : څښتنه ! ما ته بښنه وکړه او زما ورور ته بښنه وکړه او موږ ستا په رحمت کې داخل کړه.

د سلفو علماء وايي : ټول انساني تاریخ کې به یوه ورور له خپل ورور سره دومره ښه نه وي کړي لکه موسی علیه السلام چې له خپل ورور هارون علیه السلام سره وکړل او هغه دا چې الله ته یې دعا وکړه چې ورور یې د ده مرستیال پیغمبر وګرځوي. لکه قرانکریم وايي: او زما ورور هارون ، دی زما نه په ژبه کې ښه فصاحت لري، نو هغه زما سره زما د مرستیال په توګه پیغمبر ولیږه، چې زما تائيد وکړي، زه وېریږم چې هغوی به ما دروغژن وګڼي. ﴿ وَأَخِى هَارُونُ هُوَ أَفصَحُ مِنِّى لِسَانًا فَأَرسِلهُ مَعِىَ رِدًا يُصَدِّقُنِى إِنِّى أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ ﴾ [القصص: 34، الله جل جلاله یې سوال قبول کړ او ورته ویې فرمایل: اې موسی ستا سوال مو قبول کړ. ﴿ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى ﴾ [طه: 36]

یوسف علیه السلام او وروڼه یې

د غلطي او تېروتنې په مهال یوه بل ته بښنه، تسامح، عذر یې منل او خطایي یې معاف کول، څرنګه چې ورورګلوي ټینګه ساتل او د وروڼو تر منځ مینه او محبت برقرار لرل او زیاتول لوی عبادت دی،نو شیطان هڅه کوي د وروڼو تر منځ ستونزې رامنځته کړي، څو د هغوی ورورګلوي خراپه او آن په دښمني بدله کړي، نو باید د شیطان له وسووسو او اندېښنو ځان وساتل شي او هر ډول هڅه وشي چې وروګلوي مزبوته او په مینه او محبت ولاړه پاتي شي.

په دې برخه کې زموږ لپاره د الله ښایسته استازی یوسف بن یعقوب علیهما الصلوة والسلام ښه لارښود کیدلی شي، هغه سره وروڼو هر څه وکړل د هغه د وژلو او وروکولو هڅه یې وکړه او ورک یې کړل خو الله جل جلاله وساته، له دې هر څه وروسته دی بیا هم خپلو وروڼو ته وايي : هغه وویل : نن پرتاسې کومه پړه نشته، الله دې تاسو ته بښنه وکړي، هغه تر ټولو زیات رحم کوونکی دی. ﴿لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ﴾ [يوسف: 92].

نو زموږ لپاره د یوسف علیه اسلام او هغه د وروڼو کیسه له پندونو او عبرتونو ډکه ده او هر څوک چې د حق لاره لټوي په دې کیسه کې به ډېر څه پیدا کړي، له قران کریم وايي: د یوسف او هغه د وروڼو په کیسه کې د پوښتونکو لپاره لويې نښې دي. ﴿ لَقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِلسَّائِلِينَ ﴾ (يوسف: 7)

په دې لړ کې یوه بله ښایسته کیسه زموږ له کتاب ( کیسې او پندونه دویم ټوک) نه راخلم. د دې کیسې عنوان دی (ورور، ورور وي!) وي. کیسه کا : یو ځای یو کلی و، د کلي خلکو د اوبو یوه څاه لرله هغې نه به یې اوبه څښلې، یوه ورځ نادره پېښه رامنځته شوه! هغه داسې چې دوی له څاه نه اوبه رایستلې سلواغه په څاه کې پاته شوه او تش پړی راوخوت! دا نادره هغه مهال وېروونکې شوه چې دا پېښه څو ځله تکرار شوه! خلک هک حیران شول چې دا څه چل دی!

خلکو ډېرې هڅې وکړې چې معلومه کړي سلواغه ولې څاه کې پاته کیږي، خو درک یې معلوم نه شو، اخیر چې سبب ورک سو.. په پېريانو غریبانو.. یې تور ولګوه چې دا کار هغوی کوي، یوه ورځ د کلي خلکو سره وویل چې باید یو تکړه او زړور کلیوال تیار شي چې څاه ته یې ورښکته کړو، څو حقیقت معلوم کړي.

دې خطرناک کار ته څوک له ډاره نه شوی تیاریدلی، اخیر یو ځوان پیدا شو، هغه کلیوالو ته وویل: زه په یوه شرط څاه ته ورښکته کیږم، هغه دا چې کله ستاسو کوم کسان زما پړی نیسي هغو کې به زما ورور هم وي، خلک دې شرط ته حیران شول! او ویې ویل: موږ به ښه پیاوړي ځوانان درته تیار کړو هغوی به ستا پړی ونیسي، ورور ته دې څه ضرورت دی؟! خو ځوان ونه منله، ول ورور به مې خامخا یي.

ورور یې چرته لیرې اوسیدی، کلیوالو څوک وروليږه او ورور یې راوست، څو ځوانو کلیوالو او ورور یې ځوان پړي کې بند او څاه ته ورځوړند کړ، څاه ډېر ژور و، چې ځوان ورښکته شو کومه چوله کې یې بیزو/شادو وليدله او پوه شو چې پسات په دې کې دی، هغه یې ونیو، پخپل څټ کې یې سپور کړ او کلیوالو ته یې اشاره ورکړه او هغوی یې پړی پورته کش کړ.

ځوان چې د څاه خولې ته نږدې شو، خلکو بیزو ولید، په دې وهم چې دا کوم پېری دی سخت وويریدل، پړی یې پرېښود او وتښتیدل! یواځې ورور یې پړی نیولی پاته شو هغه هم طبعا ویریدی خو ورور یې د مرګ کومې ته نه شوی ټېل وهلی او په ډېر زحمت یې خپل ورور له څاه نه راوايست، خلکو چې دا حالت ولید پوه شول چې د هوښیار ځوان شرط څومره مهم او ګټور و، که ورور یې نه وی هغه به څاه ته لویدلی او مړ شوی و.

پایله: موسی علیه السلام چې پیغمبر شو الله ته یې سوال وکړ چې یا الله، زما ورور هارون زما مرستيال او زما د کار (نبوت) شریک وګرځوه. الله ورسره ومنله او ورته کړه یې: خامخا به موږ ستا مټ ستا په ورور سره قوي او پیاوړی کړو. ﴿ سنشد عضدك بأخيك ﴾ د ټولې کورنۍ غړو کې الله د موسی علیه السلام ورور د هغه مرستیال پیغمبر وټاکه ځکه ورور، ورور وي، لکه لوړه کیسه کې هم دا مطلب روښانه شو.

داراز کله چې موسی عليه السلام د الله په امر خپلې مور اوبو ته وغورځوه، نو د هغه خور ته یې وویل: هغه پسې پټه له شا ولاړه شه ﴿ وقالت لأخته قصيه﴾ له دې نه هم معلومه شوه چې ستا د ستونزو او دردونو په مهال به لومړی ستا خور ستا د حال پوښتنه کوي او زړه به درسره خوري.

نو د کیسې لنډه پایله دا شوه چې وروڼه او خويندي مو ستاسو رښتیني خواخوږي، په هر غم او درد شريکان او هره ستونزه کې ملاتړي دي، په هیڅ صورت هغوی له لاسه مه ورکوئ او د ورورګلوي او خورګلوي درنې اړیکي په پار هغوی ته هر وخت بښنه کوئ او خیر غوښتنه یې غواړئ.

د قابیل او هابیل ورورګلوي

قران کریم د یوې بلې پخوانۍ ورورګلوي کیسه هم راخیستې ده چې هغه د ادم علیه الصلوة والسلام د دوو زامنو قابل او هابل د ورورګلوي کیسه ده، الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وايي: په حقه توګه دوی ته د ادم د دوو زامنو کیسه بیان کړه، کله چې دوی دواړو قرباني وکړه نو د یوه قرباني قبوله شوه او د بل قبوله نه شوه، هغه وویل: زه به خامخا تا ووژنم، هغه وویل: بې شکه الله د متقیانو (قرباني) قبلوي. وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِن أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الآخَرِ قَالَ لأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ. (أل عمران 27)

حدیث کې د دې کیسې په اړه راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : د ادم د دوو زامنو کیسه د دې امت لپاره د مثال په توګه بیان شوې ده، نو د دوی دواړو د ښه یې پیروي وکړئ. عن معمر عن الحسن قال؛ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن ابني آدم عليه السلام ضربا لهذه الأمة مثلا فخذوا بالخير منهما. مصنف عبد الرزاق

په دې دوو وروڼو(قابیل او هابیل) کې یو یې قاتل او ظالم و او دویم عادل او مظلوم و، د لومړي ظلم او ګناه ټول انسانیت ته روښانه او د تاریخ باب وګرځيده، ظالم او قاتل تل غندل شوی او ترټل شوي دی او په تاریخ کې یې بد نوم ترلاسه کړی دی، خو مظلوم هر وخت د ترحم او شفقت وړ بلل شوی دی او تل د عجز او کره انسانیت سمبول او نشان بلل شوی دی.

له دې تولو قراني او نبوي لارښوونو راته ښکاره شوه چې ورورګلوي د انساني تړاو څومره مهم مزی دی او په شرعي لحاظ څومره د درناوي او عزت وړ بلل شوی دی، زموږ ټولنه لکه په اخلاقي لحاظ د ژوند مختلفو برخو کې کمزورۍ لري، د ورورګلوي په برخه کې هم زیاتې ستونزې لرو، واړه د مور و پلار په پالنه کې رالوی شوي وي، د ژوند پریمانه کلونه یې له یوه چت لاندې خوږ ژوند تېر کړی وي، چې کله مشران شي او د هر یوه ځان ته ژوند شي یو دم ډېر سره لیرې شي او لکه کلیوال داسې وګرځي، د دنیا په معاملاتو کې کم مخالفت دومره سخت او پېچلی وګرځوي چې حل او فصل ته یې د وخت هوښیاران حیران وي، د سلفو یو عالم وايي : موږ به هغه سړی بخېل باله چې ورور ته به یې په قرض پیسې ورکولې! یعني ورور باید ورور ته د ضرورت په وخت هر څه ورکړي او هغه باید په پور او بېرته غوښتني نه وي، زموږ خلک د زامنو لپاره هرڅه جمعه کوي، له ورور نه یې ورته ګټي او اخلي، خو زامنو ته یې جمعه کوي، په اولاد هر ډول لګښت او مصرفونه کوي او له ورور سره د نیمه کیلو ټماټرو حساب هم کوي!

موږ باید پوه شو چې ورور د ورور لپاره د الله رحمت، تحفه او ډالۍ ده، لکه د موسی او هارون علیهما السلام په اړه قرانکریم کې راغلي دي: موږ موسی ته زموږ له رحمت نه هارون د نبي په توګه ډالۍ کړ. (ووهبنا له من رحمتنا أخاه هارون نبيا). داراز ورور د ورور مرستیا وي، د هغه مټ پياوړی کوي او د هغه د کار شریک او برخه وال وي. لکه موسی علیه السلام چې الله ته سوال کوه چې ورور یې هارون ورته پیغمبر کړي نو د هغه ګټې داسې بیانوي چې زما له کوره ما ته مرستیال راکړه، چې هغه زما مټې قوي کړي او د کار شریک مې شي. (واجعل لي وزیرا من اهلي هارون اخي، اشدد به أزري وأشركه في أمري)

یادونه: زموږ عنوان او خبرو کې که څه هم “ورورګلوي” لفظ راغلی خو مراد لکه د وروڼو ترمنځ حقوق دي داراز د وروڼو او خوېندو تر منځ او خپله د خوېندو تر منځ حقوق هم مراد دي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د رورګلوي حقوق

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: