روغتیا

هره ورځ درې خرما خوړل بدن ته څه ګټه رسوي؟

خرما یو له هغو خوړو څخه دی چې خوړل يي نه یوازې د بدن د اړتیا وړ ګټور مواد پوره کوي بلکه د یو شمېر مهلکو ناروغیو په مخنیوي کې هم ځانګړی اغیز او رول لري.

دلته مو هره ورځ د درې خرما خوړلو ګټو سره اشنا کوو:

هډوکي غښتلي او پیاوړي کوي

د پوهانو د وینا له مخې چې خرما د بورن کیمیاوي عنصر څخه برخمنه ده، کوم چې د هډوکو پیاوړتیا کې مرسته کوي، همدا ډول څیړنو ثابته کړې چې بورن د منرالونو جذبولو کې مرسته کوي، لکه پوټاشیم، کلسیم، میګنیشم او فاسفورس چې هډوکي پیاوړي کوي او ددې د ناثابته پاتې کیدلو ناروغۍ مخنیوی کوي.

هاضمه غوره کوي

خرما له فایبر څخه خورا شتمن خواړه دي، فایبر کولمو ته حرکت ورکوي تر څو په سمه توګه کار وکړي، د یوې څیړنې له مخې ویل شوي؛ هر هغه څوک چې په ورځني ډول د خرما استعمال کوي د هغو په پرتله چې نه یې کوي د هاضمې سیستم یې په سمه او فعاله توګه کار کوي.

فشار او خپګان له منځه وړي

خرما له ویټامن «بي ۶» څخه برخمن خواړه دي، کوم چې بدن کې د خوشحالۍ هرمون، او هغه هرمون چې دماغي روغتیا ته ګټه رسوي؛ په تولید کې مرسته کوي، د ویټامن بي ۶ ماده د خپګان په کمولو کې ګټور دی، څومره چې د خرما خوراک زیات کړو، یوازې بدني نه بلکې ذهني احساس به مو هم غوره شي.

د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي

خرما د فایبر، پوټاشیم، میګنیشم، ویټامنونو او د اکسایډ ضد مادې په پراخه کچه لري، او بدن ته د شکرې په مرسته ځواکمنتیا ورکوي لکه فرکتوز او ګلوکوز.

د خیټې د سرطان مخه نیسي

خرما هاضمه او کولمې له زیانمنو باکتریاو څخه ژغوري چې په مرسته یې په کولون کې د خپریدو مخه نیول کیږي، څیړنو ثابته کړې هغه کسان چې د خرما خوراک زیات کوي په بدن کې یې داسې ګټورې باکتریاوې راڅرګندیږي کوم چې د کولون سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.

د زړه ناروغیو مخه نیسي

څیړنې ښيي چې خرما د ټریګالیسرونو او اکسیجني فشار کموي، دا دواړه د زړه ناروغۍ رامنځته کولو لاملونه دي، سربېره پر دې خرما د پوټاشیم غوره ماده ده، کوم چې د وینې فشار کچه ټيټوي، د دماغي سکتې خطر کموي، او همداسې د نورو ناروغیو چې د زړه سره اړیکه لري په مخنیوي کې مرسته کوي.

وزن کموي

خرما د وزن په کمولو کې مرسته کوي، ځکه چې په دې کې شته فایبر مو د اوږدې مودې لپاره په خیټه موړ ساتي او د وینې په ګلوکوز کې د ناڅاپي بدلون مخه نیسي، سربېره پر دې خرما د اکسایډ ضد مادو څخه برخمنه ده کوم چې بدن له زهرجنو څيزونو ژغوري، د هاضمې سیستم غوره کوي او بدن کې میټابولیزم زیاتوي، دا ټول د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

همدا ډول که چیرې تاسې موسمي حساسیت لرئ نو د خرما خوړل مو د حساسیت له بېلا بېلو ډولونو څخه هم ژغورلی شي، سربېره پر دې خرما د وینې کمښت له منځه وړلو کې مرسته کوي، قبضیت ښه کوي او د فالج یا ګوزڼ مخه هم نیولی شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */