لوبې

آی سي سي نړیوال جام لپاره د نغدي جایزو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ غوایي، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا د راتلونکي نړیوال جام د ګټونکو لوبډلو لپاره د «۱۰ ملیونه» ډالرو نغدي جایزې اعلان وکړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا د راپور له مخې به د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته «۴ ملیونه» امریکایي ډالر نغدي جایزه ورکوي، همدا ډول په دویم نمبر راتلونکې لوبډله (Runner-up) به د «۲ ملیونه» امریکایي ډالر نغدي جایزه ترلاسه کوي.

آی سي سي وایي چې د نړیوال جام هغه لوبډلې چې په نیمه پایلوبه کې له سیالیو بهر شي ۸۰۰-۸۰۰ زره امریکایي ډالر چې ټولې ۱۶۰زره ډالر کیږي نغدي جایزه ورکړي.

هغه لوبډلې چې په ګروپي سیالیو کې بریا خپله کړي ۴۰زره امریکایي ډالر چې د ټولو لوبډلو ۱۸۰زره ډالر کیږي، او چې په ګروپي سیالیو کې لومړی مقام خپل کړي ۱۰۰زره ډالر جایزه چې ټولو لوبډلو ته ۶۰۰زره ډالر کیږي ورکړي، چې په مجموعي ډول ټول «لس ملیونه» امریکایي ډالر شول.

https://platform.twitter.com/widgets.js

د یادونې ده چې استرالیا یوازینۍ لوبډله ده چې تر ټولو زیات پنځه واره یې نړیوال جام ګټلی دی، استرالیا په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵م کال کې ددغه جام اتلولي خپله کړې ده.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: آی سي سي نړیوال جام لپاره د نغدي جایزو اعلان وکړ

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */