افغانستان

د کابل – جلال آباد پر لویه لار یوې مهمې پوستې سقوط کړی

راپورونه وایي چې د کابل -جلال آباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ په ماهیپر سیمه کې طالبانو یوه مهمه پوسته نیولې ده.

خبر زیاتوي،  دغه پیښه تیره شپه رامنځته شوې چې په کې یو شمیر امنیتي منسوبینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پوسته یې له ټولو مهماتو او وسایلو سره یوځای نیولې او ۴ تنه پولیس یې ځای پر ځای وژلي دي.

د کابل سروبي ولسوالۍ د پلازمینې دخولي دروازه بلل کیږي چې طالبان یې په ټولو ستراتیژیکو سیمو کې فعال حضور لري.

%d bloggers like this:
/* ]]> */