افغانستان

تر محب وروسته، واشنګټن کې افغان سفیرې د امریکا پر پالیسي نیوکې کړې

په واشنګټن کې افغان سفیرې رویا رحماني له طالبانو سره د امریکایي استازو د مذاکراتو په تړاو نیوکې او ګیلې کړې دي.

سفیرې ویلي،« له افغان حکومت سره  د طالبانو-امریکا تر منځ د مذاکراتو اړوند کافي  معلومات نه دي شریک شوي چې دې کړنې افغان چارواکي سخت نا امیده کړي دي››

نوموړې د طالبانو لخوا د امریکایي عسکرو د وتلو غوښتنه هم ننګولې او زیاته کړې یې ده چې،«طالبان په کوم اساس د ۳۵ میلونو افغانانو په استازیتوب د سولي مذاکرات کوي او له امریکا نه ډول ډول غوښتنې لري، هغوی زموږ حکومت نه دي. هغوی زموږ استازي نه دي.»

رحماني پر امریکا ژغ کړی چې په ګټه یې دا ده چې نور دغه ډول مذاکرات دوام ونه کړي ځکه چې په وینا یې «طالبان له جګړو نه د فشار د الې په توګه کار اخلي. د امریکا سره خبري د طالبجنګیالیو روحیات لا لوړ کړي چې دا واقعاً وارخطاکوونکې مسئله ده.»

د رحماني خبرې داسې مهال راځي  چې لا هم د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره امریکایي چارواکو د هغو څرګندونو له امله د اختلافاتو کنګل نه دی مات کړی چې نوموړي د سولې په برخه کې د امریکا پر روانو هڅو د نیوکې په دود  کړې وې.

%d bloggers like this:
/* ]]> */