د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د انتخاباتو له‌پاره نوې تګلاره

 

ف، فايض

د انتخاباتو بهير تر ډېره پورې ټكنى شو، دا دى درېيم كال دى چې تاريخ تېره ولسي جرګه لګيا ده خپل كار ته دوام وركوي او هر كال يې د ولسمشر له خوا د يوه كال له پاره د كار موده غځول كېږي. كه چېرې ولسمشر دا كار د كومې بلې ادارې په باب كولاى نو د ولسي جرګې د انتقاد چغې به خدايزده كوم ځاى ته رسېدلې واى؛ خو دا چې د دوى موده غځوي او وكيلان له دې لارې معاشونه اخلي؛ نو د دې پر ځاى چې پر دې كار اعتراض وكړي، په اساسي قانون كې ورته مجوز هم لټوي چې تر كومه نوې ولسي جرګه نه وي راغلې؛ نو موږ حق لرو چې خپل كار ته دوام وركړو. كه فرض كړو دا انتخابات پنځه كاله نور هم و نه شي، ولسي جرګه به لګيا وي خپل كار به كوي او هغه ټوكه ده چې وايي: ړوند له خدايه څه غواړي، دوه سترګې. د وزګارتيا په دې دور كې چې زموږ ماسټرانو او ډاكترانو ته كارونه، نه پيدا كېږي؛ نو وكيل صيب ته خو دا ډېره غوره ده چې د ولسي جرګې په پږه كې هر كال مصنوعي ساه اچول كېږي.

البته انصافاً په دې كې تر ټولو لوى مسؤوليت د حكومت دى. دې حكومت چې د كمپاين پر مهال له ولس سره كومې غوړې غوړې ژمنې كولې، حكومتي مشرانو ارګ او سپېدار ماڼۍ ته په ننوتلو سره هېرې كړې، دوى خپلو مقصدونو ته ورسېدل، نور نو ولس څه كوي، له دې ولس سره هېچا هم وفا و نه كړه، ولس هغه وخت په اصطلاح د دې تش په نامه مشرانو په يادوي، چې غونډې جوړوي، هغوى ورته كښېني او دوى ورته د خپلو دروغو بوس باد كړي؛ خو خداى (ج) دې زموږ ساده او سپين زړي ولس ته هم لږ شعور وركړي، چې څومره دروغ يې واورېدل، څومره چلونه ورسره وشول، ما د يوه جهادي تنظيم مشر و نه ليد چې يوه ورځ تللى وى او د يوه شهيد د كونډې او يتيم پوښتنه يې كړې وي او هغه ممكنه مرسته يې ورسره كړې وي، بس هغه ټوكه ده چې يار له كوڅې تېر كړه؛ رنګ يې هېر كړه. خير هغوى ته خو به خداى (ج) اجرونه وركړي؛ خو افسوس د هغه چا په حال چې له خپل ولس سره دروغ وايي. وايي چې د پاكستان يوه پخواني ولسمشر جنرال ضياء الحق د خپلې واكمنۍ پر مهال لوى سياستوال جيمز كالاهان ته ويلي وو چې يوه داسې مشوره راكړه چې په ټول كې عمر كې راته د لارې مشال وي، هغه ورته ويلي وو هڅه وكړه چې ولس ته دې دروغ و نه وايې.

زموږ هغه مشران چې د لويديځ له كوڅو نه راغلل او د لويديځ استعمار د ملاتړ د هما سيورى پرې وشو او د واك تر ماڼيو پورې ورسېدل، له هغو نه به سړى څه ګيله وكړي، هغوى پرېږده چې ولس ته غولوونكې او درواغجنې وعدې وركوي.

په هر حال دا دى له يوه اوږده انتظار او تا ويلي ما ويلي وروسته د انتخاباتو كمېسيون دومره پر پښو ودرېد چې د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو له پاره يې د انتخاباتو يوه نېټه اعلان كړي، خداى دې وكړي چې د عمل جامه ور واغوندي او هسې پر يخ ليكل او لمر اېښودل جوت نه شي. دا چې انتخابات به څه ډول وشي، لومړى خو خبره د برېښنايي تذكرو كېده؛ تر يوه اوږده انتظاره دا لړۍ پيل هم شوه؛ خو ښاغلي اجرائيه رئيس چې كومه لته وركړه هر څه يې په ټپه ودرول. د انتخاباتو كمېسيون چې نورې كومې لارې چارې په پام كې ونيولې، هغه هم ممكن نه شوې، اوس نو د وروستنۍ نسخې په توګه په هر محل كې نوم ليكنه كېږي چې د لړۍ يې پر (1397/1/25) نېټه پيل كړه. د دې نوم ليكنې په لړ كې د تابعيت تذكرې غوښتل كېږي او نوم د تذكرې له مخې په نوملړ كې ليكل كېږي؛ خو دا كار يو جانبي عوارض هم لري او هغه دا چې دوى پر هغه تذكره چې د تذكرې د خاوند نوم، نوملړ ته رسول كېږي، يو سټېكړ وهي. حكومتي مشران هم فكر كوي چې دا ټول افغانستان اماني لېسه او د نادريې لېسه ده چې كامل امنيتي تدابير به ورته نيول شوي وي او د چا پر تذكره چې سټيكر لګول كېږي، هغه به د وسله والو مخالفينو له ګواښه خوندي وي. كه څوك غواړي چې د امنيت او نه امنيت په باب معلومات تر لاسه كړي، لږ دې د كابل له يو څو كوڅو ور اخوا سر ښكار كړي او و دې ګوري چې له سېره څو پتېرې پخېږي. په تېرو انتخاباتو كې د خلكو هغه ګوتې پرې كړل شوې چې د رايې وركولو پر وخت رنګ كړاى شوې وې؛ نو اوس چې پر تذكره ورته سټيكر لګوي بايد د انتخاباتو كمېسيون او هم حكومت دا سنجولې واى چې كه څوك له دې سند سره د مخالفينو ګوتو ته ورشي، له هغه سره به څه سلوك كوي. ښه دا وه چې د انتخاباتو كمېسيون د دې كار له پاره يو بل بديل سنجولاى واى.

خير دا چې په تېرو انتخاباتو كې تقلب وشو او په راتلونكي كې يې هم څوك امكان نه شي ردولاى دا خو جلا خبره ده؛ خو د 2014 په انتخاباتو كې چې څه وشول، هغې وښوده چې انتخابات هسې يوه پلمه ده چې يا ولسمشرۍ يا نورو انتخاباتو ته اعتبار وركړل شي او كه نه دا چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير راځي او په انتخاباتو سربېره، هم موږ ته د خپلې خوښې حكومت جوړوي او هم د خپلې خوښې خلك پر افغان ولس تپي، دا شرم به سړى چېرته وړي او څه پرتوګ به ورته كوي. دا خو د تاريخ برخه شوه، اوس څو دا شرم پټولاى هم نه شي. شاه شجاع چې له رنجيت سنګ او انګرېزانو سره كومې لوزنامې لاسليك كړې، يا دوست محمد خان چې د جمرود لوزنامه له انګرېزانو سره لاسليك كړه يا يعقوب خان د ګندمك لوزنامه لاسليك كړه او عبدالرحمن خان ورسره د ډيورنډ پر لوزنامه سر وښوراوه او هغوى يې كلنى ماجب له دوولس لكو نه اتلس لكو كلدارو ته لوړ، اوس خو هېڅوك هم پرې پرده نه شي اچولاى. حتى د راولپنډۍ لوزنامه كه څه هم امان ا… خان پرې ناخوښه و او ان چې غوښتل يې چې خپل د ماما زوى والي علي احمد خان پر دې كار مجازات كړي؛ خو مور يې ورته مخې ته ودرېده خو بيا هم امان ا… خان هغه د دوو كالو له پاره په ارګ كې نظر بند كړ؛ خو په پاى كې يې مور ورته خپله لور هم ور واده كړه. هغه څوك چې د امريكا په وساطت واك ته ورسول شول، تاريخ څوك نه شي مسخ كولاى، سبا ته به مؤرخ پرې په ارت مټ قضاوت كوي.

افغان ولس اوس هم د دې تر څنګ چې د انتخاباتو د شفافيت په اړه اندېښنې لري او تر هغې چې يو ډاډمن انتخاباتي سيستم رامنځته شوى نه وي دا اندېښنې به پر خپل ځاى وي؛ خو ورسره ورسره دا اندېښنه هم لري چې د امريكا د سفارت په ګډون به يو شمېر نور سفارتونه دا كه د انګليس وي كه د فرانسې يا نورو په انتخاباتو كې بې دخله نه وي.

اوس خو دغو بهرنيو قواو په افغانستان كې اوولس كاله تېر كړل، اوس خو افغان ولس وليدل چې دغو بهرنيانو زموږ پر كورني سياست او اجراآتو څومره سيورى غوړولى دى؛ د وزيرانو، معينانو، واليانو او قوماندانانو پر ټاكنو، حتى چې هغوى د جنګ او سولې پر بهير څومره اغېز لري. دا چې اوس زموږ په هېواد كې جنګ دى، سهي ده چې دا جنګ ډېر عوامل لري؛ خو د ټولو عواملو مور د امريكا او ناټو مداخله ده، هغوى نه پرېږدي چې د جنګ عوامل له منځه ولاړ شي. كه چېرې زموږ ګاونډيان هم زموږ په كورنيو چارو كې مداخله كوي، يا يې له امريكا او ناټو سره په همغږۍ كوي او يا دا چې دوى پرې سترګې پټوي.

په هر حال افغان ولس دا غواړي چې په هېواد كې يې تر ټولو د مخه امنيت تأمين شي او بيا دوى په يوه ازاده فضا كې په خپله خوښه او د خپل درک او تشخيص پر اساس ځانته يو داسې څوك د ولسمشر په توګه وټاكي چې هغوى په ريښتيا سره هم د هېواد او هېوادولو خدمت ته ژمن وي او داسې څوك خپلې ملي شورا ته وټاكي يا يې ولايتي او د ولسواليو شوراګانو ته چې هغوى له مافيايي كړيو سره لاس و نه لري او هدف يې فقط او فقط ولس ته خدمت وي، هيله ده ولس هم نور د چا پر درواغجنو شعارونو و نه غولېږي او هغه چا ته رايه وركړي چې د خدمت تمه ترېنه كېداى شي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

حزب اسلامي: ښایي راتلونکو ټاکنو کې له جمعیت ګوند سره ګډ کاندید ولرو

(کابل ټکی کام): (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)   د حزب ...