سوریه پر کوم لور درومي؟

سوریه پر کوم لور درومي؟

  په عربي نړۍ کې د عربو پسرلي په راتګ سره د عربي نړۍ اکثره شاهي نظامونه را وپرځېدل. ليبیا کې د معمر القذافي حکومت نسکور شو او د نوموړي واکمني د هغه د مرګ په بیه تمامه شوه. مصر کې حسن مبارک له ۳۰ کلنې واکمنۍ لاس په سر شو، پر ځای یې اخوانیانو ټاکنې وګټلې او اخوان ګوند ته خپل دفاع وزیر فتاح السیسي سر درد شو چې بالاخره د اخوانیانو سیاسي ټغر یې ټول کړ. سوډان په جنوبي او شمالي برخو تجزیه شو. د عربو جګړو زور واخیست او لمبې يې د سوریې هېواد ته ورسېدې. سوریه چې د عربي نړۍ له ستراتېژيک موقیعته برخمنه ده، د تېلو پراخې زېرمې لري او د سړې جګړې پر مهال د دوو بلاکونو د اېډیالوژیو د تقابل د ثقل مرکز پاتې شوې وه، د بشارالاسد د سرتمبګۍ له وجې د کیمیاوي وسلو د استعمال تر سرحده ورسېده. اسد ته د سوریې میراثي مشري د خپل پلار حفیظ الاسد څخه پاتې وه او په ۲۰۰۰ کال کې یې د سوریې واګې په لاس کې واخیستې. بشارالاسد د مذهبي نظریې له مخې راډیکال علوي شیعه دی. علویان د شیعه مذهبو په مذهبي سیکټارېسټي محور کې تر ټولو سخت دریځه اېډیالېستان دي. دوی د لومړي امام نظریه پر مخ وړي او علي ابن ابي طالب ته د لومړي خلیفه په سترګه ګوري. د بشارالاسد کورنۍ نظریه کمونېستي نظریه ده. له نن څخه ۳۷ کاله مخکې د بشارالاسد پلار حفیظ الاسد له پخواني شوروي اتحاد سره د Common Defense ( ګډې دفاع) نظامي تړون لاسلیک کړ او هماغه مهال د بشارالاسد کورنۍ سیاسي اېډیالوژي کمونېستي بلاک ته واړوله. 

د عربو پسرلي په بهیر کې سوریه په ۲۰۱۱ کال کې ورګډه شوه. د اسد رژیم پر ضد ډېری سوریان را پورته شول او اسد د رژيم د خاتمې غوښتنه یې کوله. بشارالاسد د خپل ټول دېکتاتوري قوت په استعمال سره هغه مهال د سوریانو او په ځانګړي ډول سنیانو وژنه د خپل ځان پر وړاندې دفاع وبلله. په داسې حال کې چې د سوریې ۶۹٪ وګړي سنیان جوړوي او ۱۰٪ يې علویان دي. د سوریې بحران کې د اسد عمده هدف د سنیانو وژنه وه چې له ۲۰۱۱ کال راپه دېخوا تر دې دمه له اوو لکو ډېر سوریان وژل شوي. د سوریې جګړې هغه مهال زور واخیست چې روسیه د اوکراین له کړکېچه فارغه شوه او د امریکا پر وړاندې یې خپله اېډیالوژیکه جګړه سوریې ته کش کړه. په ۲۰۱۵ کال کې اسد د رسمي غوښتنې په توګه له روسیې وغوښتل چې د داعش او بېلتون غوښتونکو د ځپلو لپاره سوریې ته پوځونه واستوي. روسیې خپل هوایي او ځمکنی پوځ د سوریې رقې، خمیم هوایی اډې او حلف ښار ته واستول او د داعش پر وړاندې یې د جګړې په موخه د سوريې مهمې سیمې بمبارد کړې. روسیه له سوریې سره خپله ملګرتیا د پخواني قرارداد له مخې د مشترکې دفاع په توګه تعریفوي. روسیه د سوریې له حاکم شخص اسد سره کلکه اېډیالوژیکه ملګرتیا پالي او پوتین د امریکا او غربي نړۍ د اېدیالوژیکې ماتې لپاره سوریه د ثقل مرکز بولي. د سوریې او روسیې د ګډ تفاهم له امله امریکا او د ناټو غړو هېوادونو د سوریې رژیم خلاف دریځ غوره کړ او د هوایي عملیاتو لار یې غوره وګڼله چې ګویا اسد په سوریه کې ملکي خلک وژني. د سوریې جګړې اوس د خپلواکۍ او د نظام د چپه کولو له اړخه خپله معنا په بشپړ ډول بدله کړې او اوس د امریکا، روسیې، ایران او عربي نړۍ د جګړې په ډګر اوښتې ده. عربستان او څلور نور عرب محافظه کارو هېوادونو قطر، کویټ، بحرین او متحده عربي اماراتو د امریکا، برېټانیا او فرانسې څخه په پراخه پیمانه نظامي او جنګي تجهیزات وپېرل او د سوريې په جګړه کې دخیل شول. په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال چې عربستان په سوریه کې د داعش او بېلتون غوښتونکو پر وړاندې د جګړې د ائتلاف مشري پر غاړه واخیسته، ورځنی لګښت یې تر ۱۸۰ میليونو ډالرو رسېده. قطر، کویټ، متحده عربي امارات او بحرین په ترتیب سره د سوریې جګړې ته ور داخل شول او د اسد رژیم خلاف یې هوایي بمبارد وکړ. سوریه د پنځو محافظه کارو عربي هېوادونو له غوښتنې سره سم په ۲۰۱۱ کال کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس ( OIC ) سازمان له غړيتوب څخه په جزایي شکل اخراج شوه او دغو هېوادونو له سوریې سره هر رنګ اړیکې پرې کړې. عربي نړۍ لومړی سوریه منزوي کړه او بیا یې د امریکا او غربي هېوادونو په خوله کې واچوله تر څو یې د روسیې سره په جګړه کې قرباني کړي. دا چې سوریه ولې د جګړو په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړي حالت ته واوښته او دا جګړه په کوم لور درومي لاندې ټکو ته اشار کوو.
۱ـ په سوریه کې د جګړې د داخلي پوتانشیل موجودیت
سوریه له عربي پسرلي مخکې د جګړې له پراخه پوتانشیله برخمنه وه. د سوریې په اطرافو کې د نصر جبهې، چې په اېډیالوژیکي لحاظ د نړیوال جهاد مفکوره لري، شتون درلود. د القاعده شبکې ځالو او مرکزونو چې بعضې وختونه حتی د نصر جبهې سره په جګړه اوښتې وې پکې شتون درلود. په سوریه کې د ډیموکراټیک پوځي قوت موجودیت چې د حکومت له نظامي چوکاټ یې بیرون د بشارالاسد د رژیم ساتنه کوله او د اکثریت سنیانو په وژنه تورن پوځي قوت دی، د سوریې کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړه. د بشارالاسد د پلار حفیظ الاسد واک ته له رسېدو سره سم په ۱۹۷۱ کال کې د اسدي رژیم پر وړاندې د بېلتون غوښتونکو غورځنګ په جګړه يیزه مبارزه لاس پورې کړ چې د سوریې په کورنيو جګړو کې د نوموړي حرکت پراخه ونډه د سوریې د اوسني بحران د شدت ګواهي ورکوي. په ۲۰۱۱ کال کې سوریه د عربو پسرلي څپو د داع (دوله الاسلامیه فی العراق) حرکت د ش ( شام ) په زیاتولو سره په داعش (دوله الاسلامیه فی العراق و الشام) باندې بدله کړه. په عربي نړۍ کې د داعش حرکت پخوانی نوم داع و او د سوریې بحران په پیل سره نوموړی حرکت په داعش تبديل شو. په سوریه کې د داعش شتون د روسیې او امریکا تر منځ د جګړې اصلي نقطه عنوانېدای شي. په سوریه کې د جګړې د پوتانشیل موجودیت د سوریې د بحران اصلي زېږنده تعریفولی شو.
۲- د سوریې د دېکتاتوري رژیم عقدوي چلند
سوریه په نسبي اکثریت سره سني مذهبه ټولنه ده. د سوریې د ټول نفوس ٪۶۹ وګړي سني عربي سوري وګړي دي او ۱۰٪ يې علوي شیعه مذهبي جوړوي. حفیظ الاسد په ۱۹۷۱ کال کې د سوریې واګې په لاس کې واخیستې او د اکثریت سني مذهبو پر وړاندې یې عقدوي سیاست غوره کړ. په اغلب ګومان د اسد رژیم عقدوي چلند د سنیانو پر وړاندې د ایران په خوښه ترسره کېده او کېږي. ایران په سیمه کې د اسد رژیم د شیعه اېدیالوژۍ محافظ پارټنر حسابوي. په همدې لحاظ په سوریه کې د بشارالاسد او د ده د پلار حفیظ الاسد د واکمنۍ پر مهال د سوریې اکثریت سنیان له سیاسي حقوقو بې برخې پاتې شول او د اسدي رژیم له خوا د جینوسایډ (نسل وژنې) له سیاست سره مخ شول. د عربو پسرلي سني سوریانو ته لاره هواره کړه چې له داعش او بېلتون غوښتونکو غورځنګونو سره یو ځای د سوري رژیم د نسکورولو لپاره جګړه يیز فعالیتونه پیل کړي.
۳- د سوریې په بحران کې د عربستان رول
عربستان د خپل وهابي عربي مذهبي اېډیالوژۍ له منظره د ایران او په عربي نړۍ کې د شته اهل تشیع حرکتونو سره خپل مخالفت او جګړه مذهبي تګلاره بولي. د ایران او اسد د رژیم مذهبي ملګرتیا د دې لامل شوه چې عربي نړۍ په منځني ختیځ کې د شیعه مذهبي اېډیالوژي بلاک جوړېدو خطره محسوس کړي. عربستان د عربي او پر ګرده اسلامي نړۍ حاکمیت د خپل ځان حق بولي او له ایران سره مخالفت د خپل حاکمیت پر وړاندې تهدید بولي. نو همدا علت دی چې عربستان د خپلو عربي متحدینو (قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او بحرین) سره په ملګرتیا په سوریه کې بېلتون غوښتونکي سني حرکتونه د اسد د رژیم پر وړاندې جګړه يیزو فعالیتونو ته تحریکوي چې بالاخره نوموړي بېلتون پاله غورځنګونه د سوریې د بحران اصلي لوبغاړي شول.
۴- د سوریې په بحران کې د ایران رول
ایران د سوریې اسدي رژیم د خپل قدرت او نفوذ برخه بولي. ایران په سوریه کې دوه ډوله رول لوبوي: لومړی هغه یې د عربي نړۍ پر وړاندې په سوریه کې د خپل اېډیال نظام حمایه کول دي او دویم یې په سوریه کې د خپل نفوذ تظاهر دی. ایران په سوریه کې د روسیې په شان مستقیم نظامي حضور نه لري. ممکن د ایران لپاره دا په لوی خطر بدل شي تر څو په سوریه کې د خپلو پوځونو له شتون سره د ګردې عربي نړۍ مقابله ونه کړای شي. اما د سوریې د جګړې لپاره ایران دوه جلا جلا جنګي بنسټونه چې د اسد رژیم د ساتنې لپاره د افغانستان او پاکستان د شیعه ګانو د جلب او جذب مسوولیت پر غاړه لري رامنځته کړي دي. له افغانستان څخه فاطمیون نظامي کنډک په ایران کې مېشت افغانان او د افغانستان له مختلفو نقطو څخه اهل تشیع افغانان جلبوي تر څو د اسد رژیم په ملاتړ یې په سوریه کې وجنګوي. د راپورونو له مخې په سوریه کې تر ۱۴۰۰۰ زیات افغانان د اسد رژیم په ملاتړ جګړه کوي. د زینبیون نظامي کنډک په پاکستان کې مېشت پاکستاني شیعه وګړي د سوریې جګړې ته لېږي. دواړه کنډکونه (زینبیون او فاطمیون) د ایرن د شورای نګهبان تر مدیریت لاندې فعالیت کوي. قاسم کرماني چې د سوریې په جګړه کې یې د نوموړو نظامي کنډکونو مشري کوله، په ۲۰۱۷ کال کې له داعش څخه د حلف ښار تر پاکولو وروسته تهران ته ستون شو. د سوریې د بحران د اصلي شدت نقطه په سوریه کې د ایران د نفوذ او قدرت ساتلو تظاهر دی چې عربي نړۍ یې پر وړاندې په سوریه کې د جګړې تر لیکو هڅولې ده.
۵- د امریکا او روسیې تقابلي حالت
په اوکراین کې د امریکا په مشرۍ د غربي هېوادونو او روسیې له مستقیمې نظامي مداخلې یو کال وروسته، نوموړي هېوادونه په سوریه کې د جګړې په میدان کې سره ښکېل شول. د نړیوال سیاسي تقابلي حالت له منظره که د اوکراین په جګړه کې روسیه او امریکا یو د بل پر وړاندې جګړه يیز تقابلي حالت ته ښکته شوي نه وی، د سوريې جګړې ممکن دومره زور نه وای اخیستی. روسیه په اوکراین کې له امریکا سره تقابل د خپلې جغرافیې ساتنه بولي او په سوریه کې له امریکا سره تقابلي حالت د خپلې اېډیالوژۍ بقا بولي. له بل لوري روسیه د خپل قدرت د بقا په خاطر د اسد د رژیم حمایت د خپل ملي امنیت ساتنې لپاره د روسیې مستقل حق بولي. له بل لوري امریکا د خپل سیاسي خصلت له مخې چې باید پر نړۍ د یو قطبي بلاک څښتنه اوسي، د خپلو اروپایي ملګرو او ناټو تړون په مرسته د نړۍ په هره نقطه کې د روسیې د سیاسي نفوذ او قدت مخه نیسي، د سوریې په جګړه کې د اسدي رژیم نسکورول غواړي. ویلی شو چې د امریکا او روسیې تقابلي حالت د سوریې بحران ته شدیده ضربه ورکړه او د نوموړي بحران د اصلي لامل په توګه ثابتېدای شي.
پایله
اسد د خپلې سیاسي تندې خړوبولو په خاطر او په سوریه د خپل میراثي واک ساتلو په پار حتی په خپلو اتباعو د کیمیاوي وسلو له استعماله درېغ ونه کړ. د اسد رژیم د دوو لویو بلاکونو (امریکا او روسیې) تر منځ د قدرت توازن ونه شو ساتلی. روسیې د اسد رژیم ته په تشو لافو د اسدي رژیم ساتلو لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ، اما په عمل کې ناکام ثابت شو. په ۲۰۱۷ کال کې کله چې روسیې خپل قوتونه له سوریې و ایستل نو پوتین خپل ځان د امریکا پر وړاندې بریالی حساباوه، اوس چې یو ځل بیا د امریکا په مشرۍ برېټانیا او فرانسې د سوریې د تحقیقاتو مرکزونه بمبار کړل د روسیې د قدرت ساتنې سطحه خپل نهایی زوال ته ورسېده. د امریکا په مشرۍ په سوریه کې د قوي بلاک په رامنځته کېدو سره چې برېټانیا، فرانسه، کاناډا، جرمني او عربي هېوادونه په ځانګړي ډول عربستان پکې ځای لري، په سوریه کې د روسیې او ایران نفوذ او قدرت له زوال سره مخ کړی. ترکیه چې د سوریې په عفرین ښار کې یې درې ځله درندې هوایي بمبارۍ وکړې، په سیمه کې د روسیې او ترکیې را منځته کېدونکی ائتلاف په شدیده توګه متضرر کړ. روسیه اوس پر دې پوهېږي چې د ترکیې غوندې هېواد د سوریې د رژیم پر وړاندې د امریکا د بمباریو ستاینه کوي، نو ځکه یې په سوریه کې محتاطانه حرکت غوره کړی. که په سوریه کې د اسد رژیم په واک کې د پاتې کېدو هڅه کوي او په پټه توګه د ایران او روسیې همکارۍ ته لاس غځوي، نو د خپل دولتي نظام د سقوط تر څنګ به د سوريې د تجزیې او د تباهۍ کندې ته د خپل ملت له ټېل وهلو پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ناکامی استراتژی جنگی ترامپ در افغانستان

حبیبی سمنگانی هرگاه رییس جمهور دونالد ترامپ پس از ماه ها بررسی ...