روغتیا

«تي خور» ماشوم ته میوه ورکول ګټه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ غويي، ۱۳۹۸ل): د تغذیې فدرالي مرکز؛ مور او پلار ته د خپل «تي خور» ماشوم په اړه د تازه میوو ورکولو هغه مهال سپارښتنه کوي کله چې ددوی د شیدو غاښونه راڅرګند شي.

دغه مرکز زیاتوي چې د میوې خوړل د ماشوم په لومړي کال کې ددوی عضلات پياوړي کوي او د خولې په حرکت کې یې مرسته کوي، کوم چې وروسته ماشوم سره د خبرو کولو او زده کړه کې مرسته کوي، په دې لړ کې؛ کوچنیان له څلور میاشتو عمر وروسته خوند څکلی شي.

برعکس؛ باید په لومړیو میاشتو کې کوچنی له خوږو خوراکونو (شات، بورې او نورو عامو خوږو څیزونو) څخه وساتل شي، ځکه چې په لومړيو میاشتو کې د ماشوم خوږو خوړو ته اړتیا نه وي.

لکه څرنګه چې خواږه او ټینګ جوسونه د بورې یا خوږو نه خالي نه وي، نو دا ماشوم ته ورکول د ماشوم لومړي غاښونو ته د جوس سریښناکې مادې له کبله سخت زیان رسوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: «تي خور» ماشوم ته میوه ورکول ګټه لري

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */