افغانستان

محمد سالم الماس له دندې ګوښه او پر ځاى يې معين الدين سيال وټاكل شو

د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رئيس محمد سالم الماس له دندې ګوښه شوى دى.

د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې معين الدين سيال نن د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو رياست د سرپرست په توګه معرفي شو.

په ياد وزارت كې ځينې سرچينې د دې بدلون علت د كابل امنيت ته لا زياته پاملرنه ښيي.

محمد سالم الماس ته دغه دنده د ۱۳۹۵يم لمريز كال په كب مياشت كې سپارل شوې وه.

%d bloggers like this:
/* ]]> */