افغانستان

پاکستان: خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر دې ګړندی شي

د پاکستان د ریاستونو او سرحدونو وزیر، شهریار افریدي، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې UNHCR له مشرې، روينډ ريني مينيکډيويلا، سره په لیدنه کې ویلي چې مرستندویه ادارې دې له پاکستانه د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې همکاري وکړي او دا بهیر دې ګړندی کړي.

شهریار افریدي ویلي، په ۲۰۱۸ز کال کې یوازې ۱۵۲۸، او د روان کال تر مارچ میاشتې پورې ۸۷۷ ثبت شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې قانوني موده د جون په ۳۰مه پای ته رسیږي، خو وزارت به له ټولو لورو سره په مشوره مرکزي کابینې ته د دې مودې غځولو وړاندیز ولیږې.

ښاغلي افریدي له UNHCR غوښتي چې کډوالو ته وطن ته د ستنېدو لپاره ورکول کېدونکې مرسته زیاته کړې ځکه، د نوموړي په خبره، دې چارې د زیاتو کډوالو په ستنېدو کې مهم رول لوبولی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې د مېشتو رجسټرډ افغان کډوالو شمېر نږدې ۱۴ لکه او ۵۶۰۰ ته رسيږي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */