روغتیا

د پاکو او سپینو غاښونو لپاره دغه طریقه وازمویئ

ښکلې موسکا، هغه څه چې هم نبوي سنت دی او هم د انسان شخصیت غوره ښيي، خو د غاښونو غوره روغتیا، سپینوالی او نظافت د موسکا اغېز څو برابره زیاتوي.

له همدې امله د نړۍ ځینې مشهورې کمپنۍ د غاښونو سپینوالي لپاره مختلف توکي وړاندې کوي، خو د دغو توکو بیه ډېره لوړه وي او د عادي عاید لرونکو کسانو په وسه برابر نه وي.

که چېرې دغې موخې لپاره کورنۍ حل لارې ولټول شي، دا به دوه گټې ولري. یو خو کورنۍ حل لارې اسانه او ارازنه وي او بل دا چې ناوړه اغېز هم نه لري.

له ځنډ پرته د غاښونو سپینولو او ژېړوالی له منځه وړلو لپاره د کوپرې تېل او کورکمن هغه څېزونه دي چې دغه برخه کې معجزه کوي.

اړین توکي:

۱- د کوپرې تېل
۲- کورکمن

طریقه:

۱- د کوپرې تېل او کورکمن سره گډ کړئ،
۲- په هماغه اندازه چې یو ځل غاښونه پرې ووینځل شي جوړ کړئ،
۳- دغه جوړ شوی کریم ته ورته مواد په غاښونو ووهئ،
۴- د ۱۰ دقېقو لپاره يي پرېږدئ،
۵- له انتظار وروسته يي ووینځئ،
۶- یو ځل بیا خپل غاښونه برس کړئ خو دا ځل عام کریم سره،
۷- خوله په اوبو ووینځئ.

یاددښت: د غاښونو بشپړ سپینوالي پورې دغه کړنه په اوونۍ کې درې ځلي تکرار کړئ.

%d bloggers like this:
/* ]]> */