کلتور او ادب

شعر: اسدالله رزين

اسدالله رزين

اوس مو روڼ اندي له کورو باسي
لګیا دي زړونه له پردو باسي

زموږ په فطرت باندي ملنډې وهي
وژنې مو وینه له رګو باسي

ترقي نه ده دفتنو کارو بار
آزادي نه ده یی ځولنو کاروبار

ښځه یی موخه ده جامي تری باسي
خوشالي نسته د غمو کارو بار

دموکراسي ده سرچپه روانه
له انسانیت سره دوکه روانه

د ښځې یی حق په نوم عزت ور وژني
د ژوند د سپکې جنازه روانه

ښځه کالي ده کارو بار پری کوي
نقل میدان مستي قمار پری کوي

نور ارزښت نه لري شهوت پری پالي
د کانداري ته اشتهار پری کوي

په دفترو کې تر فشار لاندې وي
د بدو سترګو تر ګوزار لاندې وي

پردۍ وې ناسته د پردو په منځ کې
حیا پټیږي تر اخطار لاندې وي

حیا نور دلته اوسیدلای نه سي
دموکراسې ته ټیټیدلای نه سي

دموکراسې هم په سرو سرو ور ګوري
هغه یی سرې سترګې منلای نه سي

ښځه د کور وه خوبازار ته ولاړه
نه یم پوه ولې او کوم کار ته ولاړه

پخپله نه ده تللې بو یی تلله
د پت وژني انتحار ته ولاړه

دی ظالمانو ناروا وکړه
له انسانیت سره یی جفا وکړه

د ښځینه فطرت بیړه غرقه سوه
د کور تدمیر ته یی بنا وکړه

ولاړه د لوبو میدانو ته ولاړه
د کراتې فټبال میچو ته ولاړه

د با با آدم د کور حرم یی ړنګ کړ
ولاړه د حسن خرڅیدو ته ولاړه

خالي لاس را غله څه ور پاته نه ؤ
هرڅه تری لوټ نور لوټیدا ته نه ؤ

د ترقي او دموکراسې ډالۍ دي
ویرؤ ماتم فرصرت مسکا ته نه ؤ

دوی ترقي بس همدغې ته وایی
لوڅې لغړې بی پردې ته وایی

ښځه د حق په نو تر نر جاروي
د حیواني جنون شیبې ته وایی

(رزین) اوس نه پوهیږي څه ولیکي
بد په پیخر دي، دی دي ښه ولیکي

د انسانیت په ټنډه داغ دي پاک کړي
حق دي ښکاره دحق په وړه ولیکي
رزین

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: شعر: اسدالله رزين

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */