د طالبانو خبرپاڼه

د ملکي تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې لخوا لیک

په دا وروستیو کې د امریکا جمهور رئیس ټرمپ لخوا په افغانستان کې خپلو عسکرو ته لارښونه شوې چې د عملیاتو پر مهال د هغو افغانانو کورنۍ او خپلوان هم ووژني چې څوک د امریکايانو په مقابل کې مقاومت کوي.

دغه خبره د ټولو نړیوالو جنګي او بشري قوانینو، ميثاقونو، تړونونو او نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

اسلامي امارت لا ډير پخوا نړیوالو ته په ځلونو اعلان کړی و چې په تیرو ۱۷ کلونو کې امریکايي عسکرو او د هغو په لاس روزل شوو کورنیو عسکرو په ملکي خلکو قصدا او مخامخ بریدونه کړي، بې ګناه خلک يې وژلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

خو په تأسف سره چې د نړیوالو بشري مؤسسو او حقوقي نهادونو او د ملګرو ملتونو لخوا د ډيرو ملکي تلفاتو مسئولیت زموږ مجاهدینو ته راجع کیده او په دې برخه کې د واقعیتونو پر خلاف راپورونه خپریدل.

دا چې اوس د امریکايي مشر ټرمپ لخوا خپلو عسکرو ته په ښکاره ډول د عام وژنې دستور او لارښونه کیږي، دا خبره ثابتوي چې امریکايي اشغالګر قوتونه او د هغوی مشران د بشریت پر خلاف څومره بې پروا دي او د عامو انسانانو وژنه ورته څومره ساده موضوع ښکاري.

زموږ په اند دغه جرئت يې ځکه پیدا کړی چې د نړیوالو حقوقي او بشرپاله مؤسسو لخوا په خپرو شوو راپورونو کې د امریکایي جنایت کارو نظامیانو  د برأت هڅه شوې او لاهم دوام لري.

اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي د ادارې له لارې ستاسو د مؤسسې څخه لاندې غوښتنې لري، چې په اړه يې باید سپیناوی رامنځته شي او خپل  بشري مکلفیت ادا شي.

ــ له امریکایانو څخه باید په لوړه سطحه وضاحت وغوښتل شي چې ولې يې په افغانستان کې خپلو عسکرو ته د مقاومت کونکو د کورنۍ، چې بې له شکه ملکي خلک  حتی ښځې او ماشومان دي، د وژلو لارښونه کړې ده؟

ــ که امریکايان خپل دا ډول جنایت ته دوام ورکوي، ټولې نړیوالې بشري مؤسسې او ملګري ملتونه باید د هغو په وړاندې ښکاره دريځ ونیسي.

ــ د ملکي تلفاتو د راپورونو د ترتیب او نشریدو په مهال باید اړوندې ادارې د بې پرې توب اصل مراعات کړي او جنایتکارانو ته د برأت په ورکولو سره د جنایت د دوام زمینه مساعده نه کړي.

مننه

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره

۳۰/۷/۱۴۳۹هـ ق

۲۷/۱/۱۳۹۷هـ ش ــ

2018/4/16م

The post د ملکي تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې لخوا لیک appeared first on الاماره.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

جمهوررئیس غني په کابل کې د وروستۍ تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر ایمرجنسي روغتون ته ورغې او په کابل ...