نظر او تحلیل

پرلتیانو! طالب سوله غواړي خو د لیلې دښتې بې باوره کړی

آصف الله آصفي

له ډیر وخت نه طالب د سولې په اړه مثبت ځواب نه ورکوي، خلک فکر کوي چې ګوندې طالب جنګ غواړي او په سوله باور نه لري، نن سبا بیا پرلتیانو هم خپل بازار ګرم کړی او جالبه لا داده چې پرلتیانو خپلې نارې سورې وروسته له هغې پیل کړې چې طالبانو د ټرمپ او غني د سولې درواغجنو چیغو ته نه مثبت او نه منفي ځواب ورکړ.

په چلینج ورکولو سره ویلای شو چې طالب تر هر چا زیات پر سوله باور لري ، ځکه چې طالب د اسلام چوکیدار دی او اسلام له سلام نه اخیستل شوی او سلام سولې او امنیت ته وایي نو څنګه به طالب سوله ونه مني چې د ستر لارښود صلی الله علیه و سلم د حدیبیې د سولې فارموله له ځانه سره لري.

تیره ورځ د پکتیکا پرلتیانو هم طالبانو ته د حدیبیی د سولې په اړه یادونه کړې او پر خپلو بینرو یې لیکلي دي چې:

طالبه!

د مکې فتحه د حدیبیې د سولې برکت و

هو! پدې کې هیڅ شک نشته. خو ای د پکتیکا پرلتیانو! نورو پرلتیانو! ټرمپه! غني! او هغو خلکو چې پر طالبانو د سولې د مخالفینو ګمان کوئ! واورئ!

آیا طالب چې په کندز کې سوله ومنله خپلې وسلې یې تسلیم کړې او د سولې په لیک کې ورسره تعهد شوې و چې ټول طالبان به خپلو کورنو ته سالم رسول کیږي، آیا تاسې خبر نه یاست چې مقابل لوري ورسره څه وکړل؟

آیا په کانټینرونو کې یې بند نه کړل؟ د الله تعالی د پراخه اکسیجن لرونکې هوا نه یې محروم نه کړل؟ په کانتینرونو کې بند یې له همدې لارې په وحشیانه توګه ونه وژل؟

آیا له تاسې نه هیر شول چې په قلعه جنګي کې یې له سوله کړیو طالبانو سره څه وکړل؟

 آیا تاسې ونه لیدل چې په دښت لیلي کې یې له سوله کړیو طالبانو سره څه وکړل؟ آیا ۵۰۰۰ طالبان یې ژوندی په ځمکه کې د بلډوزرو په واسطه تر خاورو لاندې نکړل؟؟ آیا هغه د چا بچي نه وو؟ هغوی کورنۍ نه درلودي، هغوی بچي نه درلودل، هغوی میرمنی او میندې او خپلوان نه درلودل؟

آیا ستاسې په یاد ندی چې د تسلیم شویو طالبانو نه د شمال زندانونه ډک کړای شول؟ په ډول ډول تعذیبونو تعذیب کړای شول؟ او بالآخره مړی او ژوندی یې تر ننه تري تم کړای شول؟

پرلتیانو! ایا تاسې ړانده یاست؟ ایا تاسې کاڼه یاست؟

ځکه خو الله تعالی ستاسې په څیر خلکو باره کې فرمایلي دی چې: دوی سترګې لري خو لیدل پرې نه کوي،غوږونه لري خو اوریدل پرې نه کوي، زړونه لري خو ځانونه نه پوهوي.

طالب د غرب او د غربیانو د لاسپوڅو د زړه چټلتیا په ښه توګه درک کړې، ځکه نور نه غواړي چې ستاسې او ستاسې د بادرانو په درواغجنو او منافقانه ادعا وغولیږي، ستاسې په څیر دوه مخو، منافقو او بې دینه انسانانو سره سوله کول د ځان وژنې په معنی بولي.

د تاجکستان د اسلامي نهضت د ستر ګوند سوله هم د طالب په مخ کې د نمونې په توګه پرته ده، څه شول د تاجکستان د اسلامي نهضت مخکښ غړي او ارکان؟ آیا ټول له سولې کولو وروسته ونه نیول شول؟ شکنجه نه شول؟ او له تیغه تیر نکړای شول؟ ځینې یې له هیواده تیښتې ته اړ نکړای شول؟ ورشئ په تاجکستان کې نن د اسلامي نهضت پوښتنه وکړئ؟ چې څه شول؟ نن په تاجکستان کې د اسلامي نهضت نوم اخیستل ستر جرم ګڼل کیږي.

طالب نور عقیده لري چې د اسلام د دښمنانو خوله یواځې او یواځې د سوک له لارې سمیدلای شي او بس.

سوله د پاک زړو خلکو سره ښه پایله لرلای شي، خو د تورزړو انسانانو سره سوله کول د الله، د الله رسول، اسلام، ځان، فکر، فکري ملګرو او د تحریک سره دښمنی کول دی او بس.

هو!

طالب سوله غواړي او سوله کوي، په سوله عقیده لري، سوله له جګړې غوره بولي؟ خو طالب د لیلیې دښتې بې باوره کړی.

سرچینه: کابل ټکی کام

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.