دیني لیکنې

د یو ګنهګار توبه!

 نور احمد ګوهري

دا کیسه ( حسین عویس قطر) (الامة) مجلې په خپله اویایمه ګڼه کې د توبې تر سر لیک لاندې خپره کړې ده.

زما ملګری په ريښتیا بدل شوی وؤ، په ژور بدلون سره له وقاره ډکه خندا يې د هر چا په غوږونو د سهار د نسیم په څېر ښه لګیده، په داسې حال کې چې مخکې یې لیونئ له حیا تشه او په زوره خندا کوله چې د غوږونو پردې یې شلولې او احساسات یې زخمي کول، اوس د هغه له حیا ډکو او سپیڅلو کتلو سړی کم راتلو، خو مخکې به یې کتل بې شرمانه او له جسارته ډک ؤ.

اوس یې سنجیده او په حساب خبرې کولې، خو پخوا به یې اسمان ګزاوه، کله به یې یو ښاخ ته ټوپ کړل ، کله بل ته هغه به یې خپه کړو، او دغه به يې ودګلو او زړه بدی به یې کړ، د هغه او دغه خپل او پردې پروا یې نه ساتله ، او پایلې یې ورته مهمې نه برېښېدې، خو اوس د ارامې څېرې او نرمې رویې څښتن ؤ، نرئ ګیري یې پر مخ د نوراني وړانګو دایره جوړوله،خو مخکې حالت یې د بې پروایئ بې باقئ او خپل سرئ انځور کاږه، ما ورته کتل او بیا مې سترګې پرې ورخښې کړې او هغه پوه شو چې ( په زړه کې یې څه وګرځې) خبره له شف شف نه ووتله او وی ويل: ته غواړې وپوښتې چې چشي بدل کړی یم ؟ ما ورته وویل : هو همدا مطلب مې دی.

ما چې له تا سره ورستي ځل لیدلي ؤ، که تیروتلی نه وم ـ څهره دې داسې نه وه ډیر توپیر درکې وینم ؟ په ارامئ سره یې سترګې راوړولې دومره یې وویل: پاکي ده هغه ذات لره چې حالت اړوي را اړوي ، او بیا چوپ سو ، ما ورته وويل: خامخا به د دې ژور بدلون . کېسه اورم ، چې تر شاه یې څه دي؟ ده وویل: هو دا داسې کېسه ده چې هر وار یې یادوم قادر او مهربانه رب مې ایمان ته هسې ځواک او تازه ګي رابښي چې د خیال او تصور نه پورته ده.

خو پېښه شوه، او زما د ژوند تګلوری یې بدل کړ، بیا غلی شو له څه درنګ وروسته یې ځیر ځیر راته وکتل تر څنګ مې کېناست او کیسه یې داسې پیل کړه: زه په خپل موټر کې سپور او د قاهرې پر لور روان شوم چې د یوه کلي پله ته ورسیدم ناحاپه مې سترګې په هغه غوايي ولګیدې چې منډې وهي، او کوچنی هلک هم ورپسې په منډه دی……. ناڅاپه د اشټرینګ کنترول زما له لاسه ووت، بیا نه وم پوه شوې چې ګورم د موټر سره د اوبو تل کې پروت یم سر مې راپورته کړو تر څو د تنفس لپاره ځای پیدا کړم ، خو اوبو موټر ډوب کړی وو، لاس مې د ور پرانیستلو لپاره اوږد کړ خو ور نه پرانستل کېده نو په دې باوری شووم چې هرو مرو د مرګ په کومې کې یم ، ښايي به څو شیبو کې اومرم ، په ذهن کې د خپل ژوند انځور راوګرځېد د خپلو کمیو ، عبثیاتو او بدیو د مالا مال ژوند بدرنګه انځور.

نو اوبو راته یوه ډارونکي صحنه په خیال کې تمثیلوله،چې زه یې په تپه تیارو کې رانغښتی وم،داسې انګیروله چې زه د حرکت تور تم او ژورو کندو ته کیوتلی یم سختې چغې مې وهلې خو اواز مې په مرئ کې خپ شوی وو، په خپه شوی اواز مې وویل ای ربه ای پالونکيه، لاسونه مې یوې او بلې خواته اچول، غوښتل مې ځان وژغورم نو له مرګه نجات ځکه هغه مې یقیني رارسیدلی باله بلکې د هغو ګناهونو څخه نجات او ژغورنه چې زما ژوند يې په بدرنګیو او پرشانیو پوښلی دی، او مرئ مې خپه کړې ده، ناڅاپه مې داسې محسوسوله چې زړه مې سپک شوی او پورته کېږم او په خوځښت راغلم له خپل شا او خوا دغه ډارونکي خیالات شړم، خپل رب ته په استغفار او بښنه غوښتلو کې بوښت یم مخکې له دې چې د مرګ سپیړه وخورم، داسې مې انګیرله چې د هرې خوا تنګي او فشار راروان دی ان تر دې چې اوبه د اوسپنې د دیوالونو په څېر لوړېدلې او ومې ویل: مرګ خامخا راګیر کړم او ژوند پای ته ورسېد ، نو د مرګ لپاره مې تیاری نیوه، د شهادت کلیمه مې ویله ، لاسونه مې غورزول چې ناڅاپه مې لاسونه په تش ځای ولګیدل هغه تش ځای چې د موټر څخه بهر ته رسیدل په یاد مې شول چې د موټر د مخې ښېښه نشته خو الله ج غوښتي ول ، له نېکه مرغه هغه درې ورځې چې مخکې په یوه پیښه کې ماته شي، بې له دې چې نور فکر وکړم ورټوپ مې کړل ، ځان مې له دې خالي ګاه څخه بهر ته ورساوه، ناڅاپه د بهر رڼا راباندې خپره شوه، او ګورم له موټر څخه بهر وتلی د اوبو په منځ کې یم، ومې کتل خلک د اوبو غاړې ته ولاړ دي چغې وهي، خو زه ورباندې نه پوهېدم، کله یې چې زه له موټره بیرون ولیدم دوو تنو راټوپ کړ، راکوش شول ، زه یې له اوبو څخه وچې ته راپورته کړم ، د رود په غاړه وېدېدلی ودرېدم څه چې ول راباندې تېر شول، خو تیر شول، خو هېرېدل نه لري، په خیال کې مې نه راتله چې زه دې له مزګ څخه ژغورل شوی وم ، او د ژوندیو په منځ کې دې وم، ما خپل غرک شوي موټر ته کتل، خیال مې کاوه چې د هغه ځنکدن دی او مړینه، او اوس به مړ وي. دهغې کالبوت اوس هم زما په مخ کې مړ پروت دی او زه ژغورل شوی یم. خو زه اوس نوی مولود یم، چې په تیره زمانه کې په کوم سبب نه یم مړ شوی، له ځان سره مې شدیده تلوسه پیدا شوه، چې له تېرې ماضي څخه لرې لاړ شم، ښه ډېر لرې لاړ شم، خو همدا حادثه او ځای وو، چې خپله بدرنګه او ناولې ماضي مې پکې خښه کړه.

په تللو تللو کې کور ته ورسېدم خو زه هغه انسان نه وم چې څو ساعته مخکې راوتلی وم، کله چې کور ته ننوتلم له . له هر څه نه مخکې مې په هغه انځورونو سترګې ولګیدې چې په دیوال راځوړند ول، هغه دفلمي سندر غاړو، نڅاګرو او نور لوڅ او بربنډ انځورونه ول، په بیړه مې ور ټوپ کړل، را ومې شکول څیري څيري مې پر کټ واچو ل ځیر ځیر مې ورته کتل او په ژړا سر شوم.
دا لومړی ځل وو چې په تیرو کمیو او کمزویو مې له الله ج پر وړاندې پښېماني کوله، د اوښکو باران مې له سترګو وریده، او پر بدن مې لړزه راغله، تر هغې په دې حال کې وم چې د مؤذن اواز مې واورید، چې فضاء کې یې ملکوتي انګازې خپرېدې ، داسې راته ښکاریده. لکه لومړی ځل مې اوریدلی وي.

راپورته شوم اودس مې وکړ، د لمانځه د اداکولو مې څخه مې ورسته په کلک عزم سره توبه اعلان کړه، له الله ج څخه مې وغوښتل چې ما اوبښي

له هغه وخته مې تر اوسه زه داسې یم لکه چې ویني مې، د کیسې په پای کې ما ورته وویل :

وروره مبارک دې شه او دالله ج حمد او ستاینه کووم چې تاته یې د سلامتئ لوری وښود الله تاته په دې پېښه کې د خير اراده کړې وه، او قدمونه دې پر حق ولاړ سه .

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د یو ګنهګار توبه!

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */