افغانستان

د ناټو دویاند څرګندونو ته د ذبیح الله مجاهد توند غبرګون

دامریکایي ځواکونو ویاند ډیویډبټلر په یوه خبري کنفرانس کې پر طالبانو تور پورې کړی چې ګواکې هغوی لا هم سولې ته ژمن نه دي او تر اوسه یې د سولې وړاندیز نه دی منلی.

بټلر دغه راز ویلي چې امریکا نور د افغانانو وژل نه غواړي ، پر سوله ټینګار کوي او په وینا یې چې امریکا، افغان حکومت او د افغانستان ټول خلک له طالبانو سره سولې ته چمتو دي خو د طالبانو لخوا پر جګړې ټینګار وضعیت خراب کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي څرګندونو ته توند غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې دوی امریکاته نه دي ورغلي چې د هغوی ملک يې نیولی وي، بلکې برعکس امریکا راغلې او زمونږ هیواد يې اشغال کړی دی.

طالبان ویاند امریکایي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې “تر څو چې تاسو زموږ په ملک باندې له وسلو او دسیسو سره قابض وئ، هيڅ ريښتونی افغان هم سوله نه غواړي، بلکې ستاسو شړل غواړي. “

مجاهد پر امریکایي ویاند ژغ کړی چې د افغانانو په استازیتوب دې خبرې نه کوي ، بلکې په وینا یې چې “تاسو باید د امریکا په نمایندګۍ خبرې وکړې او د خپل اشغال په پای ته رسیدو فکر وکړئ“

%d bloggers like this:
/* ]]> */