د خوست په ځاځي میدان کې د افغان پوځ له خوا د پراخو عملیاتو پیل

(سرچینه: خامه پریس):

د افغانستان د ملي اردو ځواکونو نن د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالی په مربوطاتو کې عملیات پیل کړل.
په سوېل ختېځ کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قومانداني وایي، د پکتیا ولایت ډنډه پټان او ځاځي میدان ولسوالیو اړوند سیمو کې د (فتح) په نوم ګډ عملیات پیل شول.
سرچېنه زیاتوي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو د امنیتي ځواکونو سره په ګډه د فتح په نوم ګډ چاڼیز عملیات د پکتیا ولایت ډنده پټان او د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالیو اړوند مربوطاتو کې نن ورځ چې د ۱۳۹۷کال د وري میاشتې له ۲۷ نیټې سره سمون لري، د تندر قول اردو قوماندان الحاج تورنجنرل شعورګل تر قوماندې لاندې پیل کړل.
د تندر قول اردو په وینا، په دې عملیاتو کې د تندر قول اردو جزوتامونو سربیره ټول امنیتي ځواکونه ګډون لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ځاځي میدان ولسوالی په اوږدو کې پرون د افغان سرحدي پولیسو او پاکستان پوځ ملېشو ځواکونو د نښتې په ترڅ کې د پاکستان پوځ یو شمېر سرتېري ووژل شول.
د دغو نښتو په ترڅ کې د ځاځی میدان ولسوالی دوه ځایي اوسېدونکې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

تدارکاتو کمیسیون ۲۰ قراردونه منظور کړل

(سرچینه: طالب نیوز): طالب نیوز ــ چهار شنبه (۱۳۹۷/۲/۵): ملي تدارکاتو کمیسیون د ...