خبرپاڼې خبرونه

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له استازو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو ادارو له استازو سره د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو د لا همغږۍ، انسجام او موثریت لپاره په افغانستان کې د دغه سازمان د واحدې (One UN in Afghanistan)  پالیسۍ جوړولو د کاري پرمختګ راپورونه واورېدل.

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هرې ادارې د راپور له اورېدو وروسته، وویل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان واحده پالیسي لا ډېر کار ته اړتیا لري او د دغې پالیسۍ د ژر بشپړولو لپاره یې ورته مشخصې لارښوونې وکړې.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.