د ملکي تلفاتو په اړه دطالبانو لیک

لیک: داسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره

په دا وروستیو کې د امریکا جمهور رئیس ټرمپ لخوا په افغانستان کې خپلو عسکرو ته لارښونه شوی چې د عملیاتو پر مهال د هغو افغانانو کورنۍ او خپلوان هم ووژني چې څوک د امریکايانو په مقابل کې مقاومت کوي.
دغه خبره د ټولو نړیوالو جنګي او بشري قوانینو، ميثاقونو، تړونونو او نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
اسلامي امارت لا ډير پخوا نړیوالوته په ځلونو اعلان کړی وه چې په تیرو ۱۷ کلونو کې امریکايي عسکرو او د هغو په لاس روزل شوو کورنیو عسکرو په ملکي خلکو قصدا او مخامخ بریدونه کړي، بې ګناه خلک يې وژلي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
خو په تأسف سره چې د نړیوالو بشري مؤسسو او حقوقي نهادونو او د ملګرو ملتونو لخوا د ډيرو ملکي تلفاتو مسئولیت زموږ مجاهدینوته راجع کیده او په دې برخه کې د واقعیتونو پرخلاف راپورونه خپریدل.
داچې اوس د امریکايي مشر ټرمپ لخوا خپلو عسکرو ته په ښکاره ډول د عام وژني دستور او لارښونه کیږي دا خبره ثابتوي چې امریکايي اشغالګر قوتونه او د هغوی مشران د بشریت پرخلاف څومره بې پروا دي او د عامو انسانانو وژنه ورته څومره ساده موضوع ښکاري.
زموږ په اند دغه جرئت يې ځکه پیدا کړی چې د نړیوالو حقوقي او بشرپاله مؤسسو لخوا په خپرو شوو راپورونو کې د امریکایي جنایت کارو نظامیانو د برأت هڅه شوی او لاهم دوام لري
اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي د ادارې له لارې ستاسو د مؤسسې څخه لاندې غوښتنې لري چې په اړه يې باید سپیناوی رامنځته شي او خپل بشري مکلفیت ادا شي.
ــ له امریکایانو څخه باید په لوړه سطحه وضاحت وغوښتل شي چې ولې يې په افغانستان کې خپلو عسکرو ته د مقاومت کونکو د کورنۍ چې بې له شکه ملکي خلک حتی ښځې اوماشومان دي، د وژلو لارښونه کړی ده؟
ــ که امریکايان خپل دا ډول جنایت ته دوام ورکوي ټولې نړیوالې بشري مؤسسې او ملګري ملتونه باید د هغو په وړاندې ښکاره دريځ ونیسي.
ــ د ملکي تلفاتو د راپورونو د ترتیب اونشریدو په مهال باید اړوندې ادارې د بې پرې توب اصل مراعات کړي او جنایتکارانوته د برأت په ورکولو سره د جنایت د دوام زمینه مساعده نه کړي.
مننه

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

یک روز، دو حادثه

مستوره محصل پوهنتون کابل روز یکشنبه در مسیر پوهنتون با امبولانس ها ...