افغانستان نظر او تحلیل

په افغانستان کې د سپینې ماڼۍ انتخابات

 سرلیکنه

اشرف غني یو ځل بیا ولس ته د انتخاباتو موضوع یاده کړه – د هغو انتخاباتو چې دمخه یې د افغان ولس په سترګو کې خاورې واچولې، د افغان ولس ارادی یې په پردیو ارادو بدلې کړې، د رایو اچولو په صندقونو افغان سمبول و، خو په حقیقت کې د اشرف غني او عبدالله حکومت په بهرنۍ رایه جوړ شو، انتصابي حکومت ته انتخابي نوم ورکړل شو؛ او همغه له هېواده، له بهره د جوړ حکومت د کړنو پایلې دي چې افغان ولس د ناامنیو په اور کې سوزي.

په افغانستان کې چې څومره له بهره حکومتونو جوړ شوي دي، په ښکاره ورته ولس-مشره حکومتونه ویل شوي. خو په حقیقت کې هغه بهر-مشره حکومتونه وي، ځکه پرې افغان ولس بې اعتباره وي.

هغه حکومت چې د افغانانو په رایه او نظر جوړ شي، هغه د ولس باور او ملاتړ خپلوي. کوم حکومت چې د ولس په رایه رامنځته شي، هغه حکومت بیا رښتینی حکومت وي. په هغه حکومت کې بیا د افغانانو وینې نه بهېږي.

د افغانانو په رایه جوړ حکومت کې د افغانانو کورونو ته په نیمو شپو خپل او پردی پوځ نه وراوړي، او نه بې عزته کېږي. د افغانانو په خپل حکومت کې اردو او ځواکونه د بل د هدف او ګټو لپاره سر نه ورکوي، او نه د پردي پر ځای پر خپل ټوپک وراړوي. همدا د پردیو په نظر، او په ځانګړې توګه د سپينې ماڼۍ په رایه، سمبولیک حکومتونه دي چې د افغانانو د وینو په بهېدو پايي.

اشرف غني یو ځل بیا افغان ولس ته په دوکه ورکولو پر افغانانو غږ کړی چې په انتخاباتو کې برخه واخلي. د تېرو انتخاباتو پایلې او حکومت افغانانو ولیدل، د تېرو انتخاباتو معاملې یې هم ولیدې، په تېرو انتخاباتو کې یې د افغانستان د لرغوني تاریخ سپکاوی هم ولید. آیا افغان ولس به بیا په خپل عزت، تاریخ او د رایو په سپکاوي په انتخاباتو کې برخه واخلي؟ نه، هیڅکله نه – هغه چې افغان وي، خپل افغانیت او د رایې عزت ورته قدر ولري، هیڅ وخت به په افغانستان کې د سپینې ماڼۍ په انتخاباتو کې برخه وانخلي.

اشرف غني باید د انتخاباتواعلان په افغانستان کې نه، بلکې په سپینه ماڼۍ کې کړې وای، ځکه د تېرو انتخاباتو پایلې هم د افغانانو په رایو اعلان نه شوې؛ جان کېري د اشرف غني او عبدالله حکومت جوړ کړ. ښه دا ده چې انتخابات او د رایو شمېرلو مرکزونه هم په سپینه ماڼۍ کې جوړ کړل شي.

که په افغانستان کې د انتخاباتو د رایو مرکزونه جوړ کړل شي او په ډول ډول دوکه او ټګۍ صندقونه ډک شي، هسې به پرې څو تنه انتخاباتو ته ګمارل شوي مامورین ستړي کړي، حکومت به بیا هم د سپینې ماڼۍ په رایه جوړېږي. ټول افغان ولس پر دې پوه دی چې په افغانستان کې انتخابات د افغانانو نه، بلکې د سپینې ماڼۍ انتخابات دي، خو صندوقونه یې افغانستان ته راوړي دي.

افغان ولس یو ځل دوکه شو، صندقونه دوی ډک کړل او حکومت د جان کېري په رایه جوړ شو. په دویم ځل داسې حکومت او انتخاباتو کې برخه نه اخلي چې د رایو صندوقونه دې دوی ډک کړي او حکومت دې پخپله جان کېري او یا بل کوم جان کېري جوړ کړي.

سرچینه: کابل ټکی کام

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.