حامد کرزی که دوهم مصطفی کمال اتاتورک؟

لیکنه: همت بدري

په ۱۹۲۳ م کال کې دعثماني خلافت سقوط د مصطفی کمال اتاتورک په لاس دبرطانیالخوا
او په ۲۰۰۱م کال کې دطالبانو داسلامي امارت سقوط دحامد کرزي په لاس دامریکایانولخوا یوانځور لري

داچه اسلامي خلافت دنبي کریم صلی الله عیله وسلم تر وفات وروسته داسلامي امت د وحدت اتفاق او دبقا رمز بلل کېده او اسلامي امت دټولو چارو دتحفظ سمبول وو ترڅوچه.خلافت موجود وو دمسلمه امت په منځ کې تعصبات، قومي شخړې، ژب پالنه،او وطن پالنه، نه وه
دمسلمانانو وحدت او اتفاق برابروو دمسلمانانو سراومال تحفظ کېده
نو.تېري ګرو کفارو دا نشو زغملای چه مسلمانان دې پرمونږ برلاسي وي

ځکه چه دخلافت په وجود کې مسلمانان په کفارو برلاسي وو هیڅ کافر د مسلمان په حریم باندې تېری نشو کولای

کفارو له هرې ممکنه لارې څخه په استفادې خپل ټول طاقت او توان وکاروه تر څو دمسلمه امت د وحدت کور ونړوي خپل ظلم او تېري ته لاره ومومي

نو په ترکیه کې یې عثماني خلافت برطانوي اشاغلګرو دخپل بې فکره غلام مصطفی کمال اتا تورک په لاس ونړاوه او پرځای یې یو استبدادي جمهوري نظام جوړ کړ تر څو د مسلمانانو هغه عظمت له منځه لاړ شي،،

همدا رنګه په افغانستان کې په ۲۰۰۱ م کال کې امریکایي اشغالګرو دحامدکرزي په لاس دمسلمانانو د اتفاق او وحدت کور اسلامي امارت ونړاوه
تر څو مسلمانان بیا خلافت جوړ نکړي او دصلیب پیروان را لاندي نکړي
داچه دمسلمانانو دخلافت تېر تاریخونه ګورو نو په ډاګه کوي چه دخلافت په موجدیت کې دصلیب پیروان ندي برلاسي شوي چه په مسلمانانو باندي ظلم او تېری وکړي بلکه دمسلمانانو تر لاس لاندي یې ژوندکړی،

نو په همدې خاطر کفارو له هرې ممکنه لارې دافغانستان اسلامي حکومت چه په رأس کې یې طالبان وو داسلامي امارت په نوم یادېده له منځه یوړ تر څو بیا دمسلمانانو دعظمت بیرغ لوړ نشي
دخپل کورني غلام په څېر حامد کرزی یې رامخته کړ داسلامي حکومت پر ځای یې یو ظالم او استبدادي جمهوري حکومت جوړ کړ ترڅوخپل دغرب فاحش قانون پرمسلمانانو ښه په اسانۍ سره جاري ګړای شي،
کله چه په ۲۰۰۱م کال کې دطالبانو تحریک ونړول شو،
ورسته ترهغه امریکا او دهغه کورنی غلام “حامدکرزي” په خورا دقت سره دغرب دیموکراسي نظام په افغانانو تطبیقول شروع کړل،
دمساوات په نامه یې دافغانانو دناموس لوڅول شروع کړل
شرعي قوانین دالله ج حدود یې ظلم وباله
دسارق لاس قطعه کول
دقاتل قصاص کول
زاني سنګسارول
او همدا رنګ نور الهي احکامات یې ظلم او بشرضد تېری وباله پرځای یې دغربیانو په لاس جوړ شوی کفري قانون دیموکراسي یې په مسلمانانو باندې تطبیق کړ،
کله چه “حامد کرزی” د واک ګدۍ ته ورسېده له امریکایي اشغالګرو یې وغوښتل چه پر طالبانو ښه غټ غټ دارنه مېزایل وکاروي د.په توره بوړه کې یې دکروز مېزایلو داستعمال غوښتنه.هم ورڅخه وکړه ترڅو هغه مسلمانان ختم.شي کوم چه دده څوکۍ ته خطر وو،،

حامد کرزي او صلیبي اشغالګرو په اصل کې غوښتل چه اسلام له منځه یوسي او پرځای یې کفرحاکم شي، خو په قرانکریم کې دسورة صف ۸ نمبر دا آیت ته یې فکر نه وو
ژباړه، او اراده لري کافران چه مړ کړي نور دالله دین دالله ج، په.خلو خپلو باندې، مګر الله ج پوره.کونکی د نور خپل دی اګرکه بده مني کافران

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د تګاب شهیدان او ګونګ ژبۍ نظام!

لیکنه: نجیب احرار تېره ورځ صلیبي یرغلګرو د کاپیسا ولایت په تګاب ...