منظور پښتین افغانستان ته راغی

لیکوال: نصیب ځدراڼ

منظور پښتین چې څنګ په تورخم را واوښت د کابل ادارې یوه برجسته غړي خیال ګل “وطن جار” یې تود هرکلی وکړ او له هرې خوا د”نر پښتین باتور پښتین : منظور پښتین ـ منظور پښتین” غږونه پورته شول.

د درنو او پنډ امیلونه له بوجه منظور په ملا کړوپ موټر ته پورته شو او د ګڼې ګوڼې له منځه د منظور موټر په شِتاب د کابل په لور رهي شو.

منظور خوښ و، لږ نه بیخي ډېر خوښ و چې هغه وطن ته راغلی چېرې چې لکونو ملاتړي لري او د ده د غږ تود هر کلی کیږي.

دمنظور سره د روانې قافلې ټولو ځوانانو سرې خولۍ په سر کړې وې او د موټرو لوی کاروان د احساساتي ځوانانو د توندو شعارونو په بدرګه دکابل پر لور رهي وو.

کاروان چې د جلال آباد میدان هوایي ته نږدي شو لاره بنده وه، او موټرو ورو ورو حرکت کاوه

منظور نه پوهېد چې څه ټکه لوېدلې ده، تر لږ ځنډ وروسته یې څنګ ته ناست ښاغلي”وطن جار” ته غاړه ور کږه کړه او غلی یې وپوښت: ښاغلیه! لاره ولې بنده ده؟

له میدان هوایي امریکایان راوتلي دي او تر هغو چې له سرک یوې خوا ته ښکته نشي، موږ به پسې روان وو.

دجلال اباد تېز لمر او ګرمي د منظور زړه تنګ او ټنډه تروشه کړې وه خو چاره نه وه، منظور چې نوی راغلی میلمه و نو غږ یې ونکړ او همداسې په چورتونو کې ډوب ناست و.

سروبي سره نږدي یې امریکایان ولیدل چي له سرک یوې خوا ته ښکته شول. ښاغلي وطن جار په فاتحانه انداز وویل: اټکل دی زموږ سرتېري عسکر او خارجي دوستان نږدي کوم کلي ته دترهګرو ځپلو لپاره روان وي، اوس لاره خلاصه شوه اتي به مزل ګړندۍ کړو، هیله ده پښتین صاحب خاطر مو نه وي دروند شوی.

موټر ګړندی روان شو او د ماهیپر په کږلېچږنو کې یې ناست سپاره یو پر بل تکیا کول

لږه شېبه کې د منظور پښتین کاروان دپښتنو د ټاټوبي پلازمینې ته داخل شو. منظور چپې خوا وکتل، نسبت په یوې سترې مربع شکل ودانۍ یې سترګې ونښتې

منظور د پښتنو په ټاټوبي کې دې ښکلې جوړي شوی ودانۍ ته په کتو سترګې یخولې چې “وطن جار” ورته وویل “ها ستره وداني چې ګورې دا د څرخي پله ستر زندان دی، دلته زرګونو هغه ترهګر زندانیان دي چي له ناټو او امریکایانو سره په مخامخ جنګ کې او یا مخالفت کې نیول شوي دي.

د منظور رنګ واوښت او ژر یې وویل: وطن جاره یاره! “دوی خو له وطنه جار دي او وطن ته د راغليو بلواګرو سره جنګ کوي،ترهګر خو به هلته وی چې دوی امریکا ته ورپسي ورغلي وی نو داسې ځوانان ولې بندیانوئ؟

دا ځکه چې دوی د پنجاب ګټو ته کار کوي او د پنجابیانو په اشارو زموږ پل او پولچک الوځوي. منظور سر وښورؤو، د وطن جار ځواب ته له ځانه سره داسې وبونګېده لکه په وطن جار چې خاندي.

وطن جار لکه شاټ رادیو بې ربطه او بې ظبطه غږېدو او کارؤان منزل ته نږدې کېدو.

وطن جار له سترګو تورې عینکې لیري کړې او زیاته یې کړه: د ببرک کارمل په وخت کې یې یؤه سترګه د وطن لپاره هغه مهال قربان کړه کله چې پکتیا کې موږ او روسي پوځیان د اشرارو لخوا کلابند شوي و.

خو منظور د وطن جار خبرې نه اورېدلې او هماغسې یې دڅرخي په زندان سترګې ګنډلې وې. د منظور سترګو ته په پاکستاني زندانونو کې بند زندانیان د څرخي پله د زندانیانو سره جوخت ولاړ ؤل او د انصاف غږونه یې پورته کؤل.

منظور ولسمشر ورغوښتی ؤ او د ارګ میلمه و. ارګ ته څېرمه عسکرو موټر ته د بیرته ګرځیدلو اشاره وکړه. وطن جار خپل کارت ور وښود خو عسکر په تونده لهجه په دري ژبه ورته وویل: نن اجازه نشته دی بیرته وګرځئ.

دلته د امریکایانو دفترونه دي او نن د ترهګرو د برید راپور راغلی دی.

د عسکر سلوک د منظور سترګو ته خپل چیک پوسټونه او د پوځیانو سلوک نېغ ودراؤه.

وطن په خجل انداز منظور ته وویل: فکر کوم نن حالت ښه نه دی، سبا به راشو.

منظور خوښ و چې سبا د ولسمشر سره ویني. د کابل په خوندور موسم او جانانه هوا کې سهار د منظور او ملګري یې د ارګ په لور روان شؤل.

ارګ ته څېرمه د “وطن جار” موبایل وشرنګېدو او ورته وویل شول چي نن ملاقات نشي کیدلی. د امریکا د دفاع وزیر په ناڅاپي سفر باګرام ته راغلی دی او ولسمشر یې لیدلو ته باګرام ته ورځی.

منظور له خپل ملګري وپوښتل چې د امریکا وزیر دفاع ارګ ته ولي نه راځي چي ولسمشر هلته ورځي؟

“دلته خطر دی، د پنجاب غلامان هر ځای موجود دي هسې نه څه ضرر ور ورسوي ځکه ولسمشر هلته ورځي باګرام تر ارګ زیان محفوظ ځای دی”.

منظور حیران شو؛ دا څنګه کیسه چې تر ارګ باګرام زیات محفوظ دی؟

وطن جار د منظور تشویش درک کړ او ژر یې ورته وویل “باګرام کې د امریکایانو ستره نظامي هډه ده. هوایي میدان دی، نظامي مرکزونه دي او یو لوی زندان دی چې زرګونه بندیان لري”.

منظور ورغبرګه کړه؛ دلته هم زرګونه بندیان؟ نو دا بندیان څوک دي؟

وطن جار ورته وویل “دا افغانان دي او زیات پکي پښتانه دي، د چا پنځه کاله وشول، د چا اته او د چا لس چې دلته بندیان دي”.

منظور ته په دومره زیات شمېر د پښتنو زندانیان حیرانونکي ول.

منظور وطن جار ته وویل: نن هم د ولس مشر سره نشو لیدلی، ښه به نه وي چې اطرافو ته ولاړ شو او د افغانستان سیل وکړو؟

وطن جار ورسره هو کړه او د تاریخي ښار کندهار په لور روان شول. په لاره کې یې ډېر ځایه قبرونه ولیدل چې نوی جوړ ول او سپین بیرغونه پرې رپېدل. وطن جار ته یې وویل دا دومره ډېر قبرونه د چا دي؟

دا هغه ترهګر دي چې د ناټو او زموږ د پوځیانو سره په جنګ کې یې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، منظوره دلته خلک د پنجاب په تبلیغاتو غولیدلي دي،خو جنازو ته یې سلګونه خلک ورځي او زموږ د عسکرو جنازو ته ملایان هم نه پیدا کیږي، نه پوهیږم چې ولې؟

شپې ناوخته کندهار ته ورسیدل.ګهیځ د ښار په چکر ووتل.خوندور او تاریخي ښار وو،هم زړې هم نوې ودانۍ وي پکي. یو ځای یې ولیدل خلک راټول دي او زیاته ګڼه ګوڼه ده.

منظور او ملګري یې ورغلل، ګوري چې یو لا وارثه مړی پروت دی او په بدن یې د شکنجو او وهلو ټکولو اثار جؤت ښکاري. یو سړی لګیا و ویل یې “دا نو په دې اونۍ کې دریېم سړی دی چي په شکنجه کولو یې وژلی دی، دا ټولې کارنامې د جنرال رازق دي”

منظور ورته وویل “نو څوک نشته چې د جنرال رازق په خلاف غږ پورته کړي”؟

سړي ځواب ورکړ “څوک چې غږ پورته کړي نو دوهمه ورځ یې همدلته مړی پروت وي، په تېرو لسو کالو کې جنرال رازق په زرګونه ځوانان د پنجاب په نوم ووژل خو تر اوسه یې یو پنجابی هم نه دی پکي وژلی. د ځوانانو په مړو یې دښتې ډکې کړې خو څوک د پوښتنې جرآت ترې نلري”

د منظور سترګو ته د کراچۍ د پولیسو وحشي مشر راؤ انور تاو شو، خو وطن جار لاس ورباندې واړوو چې دا چټي لګیا دی، دا د پنجاب په تبلیغاتو غولیدلي خلک دي راځه چې ځو.

سبا ته منظور د ولسمشر سره لیدل بیرته ارګ ته راغی. ډیر خوښ و چي د نړۍ د دویم متفکر سره ویني
په ارګ کې تود هر کلی ورته وشو، ولسمشر یې ښه راغلاست ته د ارګ دروازې ته ورغی، د ولسمشر په شمول د مجلس ټولو ګډونوالو د منظور غوندې سره خولۍ په سرونو اېښې وې.

کښېناستل، مجلس پیل شو، ولسمشر د خبرو پیل وکړ” ټول افغانان درباندي له دې امله ویاړي چې پنجاب دې په ګونډو کړی او د لوی افغانستان د جوړولو هیلې مو بیا ژوندۍ شوي دي”.

منظور ورته وویل ولسمشر صیب تاسي د امریکایانو سره ستراتیژیک تړون لرئ، د تورخم او سپین بولدک په جنګ کې مو امریکایان کومک ته ولې در نغلل؟ او د ډیورنډ په کرښه ازغن تار لګیا دی اچول کیږي چې موږ او تاسي سره جدا کوي خو ستاسې غبرګون صفر دی”.

ولسمشر ورته وویل: دا وړې خبرې دي زه درسره یم د پنجاب سر به په ککرۍ کې ور ماتوو لخیره. ټول مجلس چکچکې و وهلې خو منظور د چکچکو په مقصد نشو پوه.

منظور وویل “ولسمشر صیب ستاسي سره د نیمایي نړۍ ملاتړ دی، تاسي له دې ملاتړ څومره ګټه پورته کړه؟ څومره پوهنتونونه، فابریکي او روغتونونه مو ورغول؟

ولسمشر په ځواب کې “زه خو په خپله علاج ته جرمني ته ځم او لور مریم او زوی طارق مې امریکا کې درسونه وایي، پاتې شوه د وطن خبره نو دلته موږ د خارجیانو پنځه ستر او مجهز پوځی مراکز لرو. هره ورځ دوښمن په ډرون په نښه کوو او پوره زر امریکایي عسکر مو نور راغوښتي دي”.

مجلس کې بیا چکچکې شوي چې له امله یې د منظور په ټنډه خولې راغلې.

ولسمشر ورته وویل ستاسي حکومت سخت ظالم دی. د هندوانو زامن دي، نه جومات پیژني نه مدرسه، ته ګوره سور جومات(لال مسجد) یې درته ړنګ کړ او باجوړ کې یې مدسه بمبار کړه. ته تکړه ځوان یې باید د داسې نجس دولت په ضد مبارزه ګړندۍ کړې.

منظور د ولسمشر خبرې اوریدې خو سترګو ته یې د کندوز او فراه د مـدرسو غلبیل غلبیل کوچنیو طالبانو عسکونه تاوېدل چې بیا چکچکې شوي او مجلس ختم شو.

سبا یې د بیرته راتګ نیت وکړ، کابل کې یې د پرلت په خیمه سترګې ولګیدي. وطن جار ورته وویل دا ځوانان ستاسې په ملاتړ راوتلي او غواړي د پنجاب په ضد مبارزه کې ستاسي سره خپل ملاتړ ښکاره کړي.

منظور له موټر نه ور ښکته شو.د پرلت ګډونوالو یې تود هر کلی وکړ،ځوانان تر تاو شو او انځورونه یې ورسره واخیستل. منظور د پرلت په خیمه کې سترګې وغړولې نه د څرخي پله د زرګونو زندانیانو څخه د یوه بندي عکس وو پکي،نه دباګرام په پنجرو کي بند د کوم افغان ځوان عکس پکی لګیدلی وو.نه د امریکایانو د وتلو خبر وه نه د جنرال رازق د مظالمو کوم انځور وو پکي.نه د کندوز د مدرسې سلګونو ماشومانو د شهیدانو څخه د یوه شهید یو عکس وو پکي.او نه د ډرون د بریدونو د شهیدانو او ړندو بمي چاودنو د زخمیانو کوم عکس پکي ځړیدلی وو.

منظورپه ژور سوچ کې ولاړ. منظور نه پوهېدو چې افغانانو ته زما غم ولې تر خپلو غمونو معتبره دی، او ولې د خپلو غمونو لپاره پاڅون نه کوي؟

خولۍ یې په سر سمه کړه، فکر یې وکړ چې دلته دولت پښتانه د پنجابیانو په نوم وژني او هلته یې د افغانانو په نوم وژني،؟پاکستان کي خو ما پاڅون وکړ او افغانستان کي به ریښتونی پاڅون څوک او کله کوي؟

له همدغو سوچونو سره یې د د پرلت د ګډونوالو سره خدای پامانې واخیسته او د پاکستان په لور روان شو..

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

یک روز، دو حادثه

مستوره محصل پوهنتون کابل روز یکشنبه در مسیر پوهنتون با امبولانس ها ...