نظر او تحلیل

د جان کیري د ډارمې دوهم قسط هم چمتو دی مینوال د خبر وي!

لیکوال: ډاکټر فضل باري منصور

ډ ټولټاکنو ماهیت او نوعیت یوه بیله موضوع ده، څوک یې د حکومت لپاره مثبت او څوک منفي ګڼي، مګر زمونږ اصلي موضوع په افغانستان کې د ټاکنو په اړه ده، آیا زمونږ هیواد کې شفافې ټاکنې ممکنې دي؟ آیا د ولس رايې ته په ريښتوني ډول سره اهمیت ورکول کیږي او که هسې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي؟آیا زمونږ په رایه باندې د پارلمان وکیل واک ته رسیدلئ شي؟ آیا زمونږ د ټاکنو کمیسیون خپلواک دی او څومره واک لري ترڅو چې د ټاکنو بهیر شفاف ترسره شي او څوک پکې لاسوهنه ونه کړي؟ آیا زمونږ وکیلان د بهرنیو سفارتونو له لوري ټاکل کیږي او که زمونږ په رایه باندې واک ته رسیږي؟ او داسې نور…

دا هغه پوښتنې دي چې هر افغان یې باید د ټاکنو مرکز ته له تګ څخه مخکې ځواب کړي او بیا د رایې کارت ترلاسه کړي او بیا د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي، ترڅو چې راتلونکې کې منتخب وکیل د هیواد لپاره ریښتوني خادم شي، افغانستان له روان کړکیچ څخه وباسي او په ځانګړي ډول د خپل ولایت یا خپلو پلویانو ته د زړه له تله خدمت وکړي، ځکه چې دوی په نوموړي باندې باور کړی دی او په ډیرو سختو شرائطو کې یې رایه ورکړې ده.

دا یو څرګند حقیقت دی چې د افغانستان په څېر یو کمزوری حکومت چې د بهرنیانو په چندو باندې چلیږي او د حکومت مشر اشرف غني هم په خپله څرګند اعتراف کوي چې که چیرې د بهرنیانو ملاتړ نه وي نو موجوده حکومت به شپږ میاشتې هم دوام ونه کړي، نو داسې یو نظام چې د پردیو د ګټو لپاره جوړ شوی او د دوی په شتون پورې یې دوام هم مشروط وي، هغه نظام به څنګه وکولای شي چې شفافې ټاکنې ترسره کړي او د ولس رایې ته به احترام وکړي؟

د یادونې وړ ده چې ولسمشریزې ټاکنې مو هم په داسې رشخند سره ترسره شوې چې د نړیوال ریکارډ په کتاب کې یې لومړی مقام خپل کړ، په هیڅ هیواد کې ورته ټاکنې نه دي ترسره شوې، چې له ډیرو ناندریو او شپږو میاشتو انتظار وروسته دوهم پړاو هم ترسره شو او بالآخره بیا هم د ولس رایو ته بي احترامي وشوه، د امریکا په سفارت کې د جان کیري له لوري د یوې شرموونکې ډرامې په پایله کې د ملي یو والي حکومت رامنځته شو، داسې یو کمزوری او شړیدلی حکومت چې خپله پنځه کلنه دوره یې ټوله د واک په سر په خپلمنځي لانجو کې تیره کړه.

رښتیا هم چې د ډارمو په نړیوال سټیج (افغانستان) باندې د امریکا له لوري د جان کیري په مشرۍ داسې یوه شرموونکې ډرامه نندارې ته وړاندې شوه چې نړیوال او افغانان یې ټول ګوته په غاښ کړل، د ډیموکراسۍ په ملا یې داسې خطرناک ګزار وکړ چې تراوسه پورې ډیموکراسي د زهرجن ټپ له امله بیا په پښو نشي ودریدلی، په داسې یو هیواد کې چې ډ ډیموکراسۍ جرړې نوې پکې خښې شوې وې له بیخ څخه وویستل شوې، داسې شرموونکې پریکړه وشوه چې تر راتلونکو څو پیړیو پورې به یې ساری ونه لیدل شي.

لکه څنګه چې د جان کیري د ډارمې لومړی قسط ډیر جذاب او حیرانوونکی تمام شو، نو په همدې اساس د نوموړي د ډرامې دوهم قسط هم د نوموړي په نمایندګۍ باندې د پردې تر شا چمتو شوی دی، د یادونې وړ ده چې دا ځل به د ډرامې د اکټرانو شمېر لسګونو تنو ته رسیږي، چې په دغه ورځو کې د امریکا او برتانیا او فرانسې سفارتونو ته منډې ترړې وهي، ترڅو چې د خپل کرکټر ښه اداء کولو لپاره مخکې له مخکې ځان لپاره زمینه سازي وکړي.

د ډرامې دوهم قسط چې څو ورځې مخکې یې د ګډ حکومت مشرانو او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له لوري پرانیسته وشوه تر لومړی قسط هم خوندور ګڼل کیږي، ځکه چې مخکیني قسط کې ډالرو کار نه ورکاوه بلکې دوی ته ډالر ورکول کیدل چې د جان کیري د طرحې مطابق پنځه کلنه دوره پای ته ورسوي، مګر دا ځل د ډرامې اکټرانو په سلګونو زره ډالره مصرف کړي دي ترڅو چې په دغه شرموونکې ډرامه کې د اکټر په حیث خپل کردار اداء کړي، سربیره پردې یې د بهرنیو هیوادونو تابیعت او سفارتونو څخه ریفرینس لیټر هم راوړي دي، ترڅو چې دوی ته په ډرامه کې ونډه ورکړل شي او بالآخره د اسلام او هیواد سره د خیانت په بدل کې د پارلمان څوکۍ ته ورسیږي.

نو په همدې اساس ټول افغانان باید متوجه وي چې پارلماني ټاکنې هم د جان کیري د ډرامې دوهم قسط دی، په ډیر مهارت سره چمتو شوی دی نو که غواړئ چې د لومړي قسط لیدلو په څېر په خپله رایه باندې پيښمانه نه شئ نو مهرباني وکړئ په دغه ډرامه کې یو ځل بیا شرکت مه کوئ، او مه کمپاین ورته کوئ چې نور هیوادوال ورباندې وغولیږي، بلکې یوازې تماشه یې وکړئ چې بیا کوم پراشوټي وکیل چې امریکا او برتانیې ته ژمن وي د سمبولیکو ټاکنو په نوم پارلمان ته ننباسي.

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.