افغانستان

افغان لوري پاکستان ته د پنځو وژل شوو ملېشه سرتېرو جسدونه او يو بندي سرتېری وسپارل

(سرچینه: کلید راډیو):

د خوست ولايت ځايي چارواکي وایي، چې نن غرمه مهال یې له پاکستان سره د تېرې ورځې په جګړه کې د پنځو پاکستاني ملېشه سرتېرو جسدونه او يو بندي ملېشه سرتېری د ځاځي میدان په صفري نقطه کې د پاکستان حکومت ته وسپارل.

د دغه ولايت والي حکم خان حبیبي وايي، د نړیوالو اصولو او انساني کرامت له مخې يې دغه جسدونه او يو ژوندی نیول شوی سرتېری پاکستاني لوري ته سپارلي دي.

پرون د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشه سرتېرو تر منځ د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند سيمه کې څو ساعته جګړه ترسره شوه چې په پايله کې يې پنځه پاکستاني سرتېري، دوه افغان پوليس، دوه د خوست اوسېدونکي ووژل شول، يو پاکستاني ملېشه سرتېری ژوندی ونيول شو او د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو شمېر ځايي اوسېدونکي ټپيان شول.

The post افغان لوري پاکستان ته د پنځو وژل شوو ملېشه سرتېرو جسدونه او يو بندي سرتېری وسپارل appeared first on pashto.

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.