نیکلسن: پر طالبانو نظامي او ډيپلوماتیک فشارونه ډېر ؤ، څو سوله وکړي.

(سرچینه: کندهار ورځپاڼه):

کندهار ورځپاڼه(۲۷ حمل ۱۳۹۷)په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وایي، چي طالبان سوله کولو ته چتمو دي، خو بیا هم نظامي او ډيپلوماتيک فشارونه پر ډېر ؤ.
په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د هیواد د ملي امنیت د رئيس معصوم ستانګزي، کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک او د پنځو هیوادونو امریکا، کاناډا، هند، ډنمارک او اسټرالیا له سفيرانو سره یو ځای کندهار ته سفر کړی ؤ.
نیکلسن کندهار ته دخپل سفر پرمهال وویل، چي وسله والو طالبانو ته د حکومت کړي وړاندیزونه ښه فرصت دی او باید ګټه ځني پورته کړي.
د نوموړي په قول که څه طالبان سولې کولو ته هرکلي کړې خو بیا هم نظامي او ډيپلوماتیکو فشارونو ته ادامه ورکوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

تدارکاتو کمیسیون ۲۰ قراردونه منظور کړل

(سرچینه: طالب نیوز): طالب نیوز ــ چهار شنبه (۱۳۹۷/۲/۵): ملي تدارکاتو کمیسیون د ...