له پاکستاني پوځیانو سره د نښتې په اړه د دفاع وزارت وروستي راپور

(سرچینه: خامه پریس):

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چاراکو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ځاځي میدان ولسوالی کې له پاکستاني پوځیانو سره د نښتې په اړه وروستي راپور وړاندې کړل.
د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش ادعا کوي، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې ۱۷  تنه پاکستان سرتېر ټپيان شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې له افغان خاورې څخه د ډزو په پایله کې د پوځ اړوند د ملېشو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پوځ اړوند ملیشې ځواکونه وروسته له هغه تر برید لاندې راغلل کله چې دوی کرښې ته څېرمه په ګزمو بوخت وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پاکستاني ملیشې په سیمه کې موجودو امنیتي خلاوو د ارزونې او د کټارو لګولو د کار د پیل په موخه سیمې ته تللي وو چې تر برید لاندې راغلل.
پاکستان پوځ د تیرې ورځې د نښتې په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان پوځ د افغان ملکي وګړو تلفاتو د مخنیوي په موخه له زغم څخه کار واخلي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

تدارکاتو کمیسیون ۲۰ قراردونه منظور کړل

(سرچینه: طالب نیوز): طالب نیوز ــ چهار شنبه (۱۳۹۷/۲/۵): ملي تدارکاتو کمیسیون د ...