احمدي: فراه کې د ۳۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا حقيقت نه لري

(سرچینه: کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۷) د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي، د دغې ولايت په پشترود ولسوالۍ کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه وکړل خو په ځواب کې يې افغان او بهرنيو ځواکونو پر طالبانو عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې د طالبانو د يوه قومندان ابراهيم بلندي په ګډون ۳۷ طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

نوموړی وايي، په دې بريدونو کې د افغان پوځ دوه سرتيري ټپيان شوي خو په لويديځ کې د ظفر ۲۰۷ قول اردو د وياند مرستيال محمد عارف رضايي وايي په دې عملياتو کې يو افغان سرتیری وژل شوی دی.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د حکومتي چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ګنې په عملياتو کې لسګونه طالبان وژل شوي زياتوي چې “ددښمن دا ادعا چي ډیری مجاهدین یې له منځه وړي کوم حقیقت نلري موږ یې ردوو” د احمدي په وينا طالبانو په پوستو بريد وکړ چې په پايله کې يې پنځو تنو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

نوموړی وايي، په دې عملياتو کې يواځې شپږ طالبان وژل شوي او ټپيان دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

تدارکاتو کمیسیون ۲۰ قراردونه منظور کړل

(سرچینه: طالب نیوز): طالب نیوز ــ چهار شنبه (۱۳۹۷/۲/۵): ملي تدارکاتو کمیسیون د ...