خبرپاڼې

د کرومایت کانونو د تړونونو د تعدیل د منظورۍ په ګډون د ۱۸ تدارکاتي پروژو منظوري

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې ۱۹ تدارکاتي موارد ورازول شول چې په پایله کې یې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳،۵۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۸ موارد منظور کړل .

سربېره پر دې د بلخ (مزار شریف) د حلقوي سړک د پروژې په اړه د ترانسپورټ وزارت ټاکل شوي پلاوي راپور تر اورېدلو وروسته کمېسیون تائید او ترانسپورټ وزارت ته یې دنده وسپارله چې ژر د دې پروژې کار پېل کړي.

 په همدې حال کې د کرومایت د فعاله شپږو تړونونو د وضعیت په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت ټاکل شوي پلاوي خپل راپور ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې له هر اړخیز بحث وروسته دغه وزارت ته صلاحیت ورکړل شو، ترڅو قراردادیانو سره هر اړخیزې خبرې وکړي او د هغې په رڼا کې تصمیمونه ونیسي.

دغه راز د عامه ساتنې لوی ریاست په ۱۳ پروژو کې د کار له امله د پیسو د نه ورکړې په اړه  د کورنیو چارو وزارت د قراردادي  او ۱۲ شرکتونو وړاندیز غونډې ته وړاندې شو، کمېسیون تصمیم ونیو چې دا شرکتونه دې هم د قراردادیانو په هغه لست کې شامل شي چې تر ارزونې لاندې دي.

دغونډې په بله برخه کې ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندانۍ د اړتیا وړ ۱۸ قلمه حبوباتو او د تهیه او تدارک قرارداد د اوومې برخې د فسخې دمنظورۍ په اړه د ملي دفاع وزارت وړاندیز هم منظور شو.

له بله پلوه د کمېسیون غړو په دې ناسته کې د اجنډا مطابق د پخوانیو فیصلو د لارښوونو د تحقق پر راپور بحث وکړ چې منظور شوې.

د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د ملي تدارکاتو ادارې پر غړو سربېره د دې ادارې مسوولینو، د افغانستان د روڼتیا څار ادارې، سيګار او غوڅ ملاتړ ادارې سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: