افغانستان

په غزني کې د څلورو ماشومانو د تښتونې ناكامه هڅه وشوه

انسان تښتوونكو غوښتل په غزني كې څلور ماشومان وتښتوي، خو بريالي نه شول.

د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، انسان تښتوونكو تېره ورځ مازديګر ناوخته غزني ښار ته څېرمه له علي لالا كلي څخه څلور ماشومان، چې دوه يې نجونې او دوه هلكان وو، تښتولي وو او غوښتل يې د ده يك ولسوالۍ لور ته يې ولېږدوي، خو كلي ته نېږدې د ملي اردو ځواكونو له پلټنځاى سره مخ شول.

نوموړى زياتوي، انسان تښتوونكو ياد پلټنځاى ته نارسيده تښتول شوي ماشومان له موټره ښكته كړي او خپله په تېښته بريالي شوي دي.

د نوري په خبره، د دغو ماشومانو عمرونه له څلورو تر اتو كلونو پورې وو او تېر ماښام ناوخته خپلو كورنيو ته وسپارل شول.

د يادونې وړ ده، چې انسان تښتوونكي تل د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ماشومان تښتوي او له كورنيو يې د هغوى د خوشې كولو په بدل كې زياتې پيسې غواړي.

په ځينو مواردو كې د پيسو نه وركولو له كبله تښتول شوي ماشومان وژل كېږي، چې دې كار خلك سخت اندېښمن كړي دي.

Tags
%d bloggers like this: