نظر او تحلیل

د جګړې تداوم ته د پلمو تراشلو تسلسل

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

د طالبانو او امریکا ترمنځ د شپږم مذاکراتي پړاو له پیلیدو سره سم د داعش ، القاعده او په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو په اړه په غربي رسنیو کې تبلغاتي کمپاین په لاندې تسلسل زور اخیستی دی.

۱ـ د طالبانو او امریکا د شپږم مذاکراتي پړاو تر پیلیدو يوه ورځ وړاندې د اپریل په ۲۹ نیټه پنځه کلن نادرکه شوی ابوبکر بغدادي له نوې بڼې او ابهام زیږوونکي استوګنځې سره د رسنیو په مخ راڅرګند شو.

۲- د می د میاشتې په ۱۱ نیټې د مذاکراتي بهیر د شپږم پړاو په جریان کې امریکايي «لانګ وار ژورنال» مجلې د القاعده مربوط السحاب نشراتي مؤسسې لخوا د یوې نوې ویډیو خپروولو په اړه تفصیلې راپور نشر کړ چې په هغه کې یې د طالبانو (اسلامي امارت) او القاعده تنظیم د ایتلاف په اړه جزئیات نشرکړي وو.

۳- د مئ پر ۱۱مه نېټه د کندهار والي ښاغلي حیاة الله حیات اعلان وکړ چي په کندهار ښار کښي یې شل تنه وسله وال نیولي چې د هغو په جمله کې د داعش د جلب او جذب مسؤل عبدالسلام دی هم موجود څوک چي د کندهار او کونړ ترمنځ د داعش جنګیالو د تجهیز او لیږد رالیږد مسؤلیت لري.

۴ـ د می د میاشتې په ۱۴ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې اعلامې په خپرولوسره د داعش مربوط خراسان څانګه د اقتصادي تحریماتو په لیست کې شامله کړه.

۵- د داعش او القاعدې اړوند د دې تبلیغاتي تسلسل په ترڅ کې غربي رسنیو د امریکا د استخباراتي شبکې سي.آی.اي په حواله خبر ورکړ چې د القاعده مشر ډاکټر ایمن الظواهري د طالبانو له مشر مولوی هبة الله اخوندزاده سره بیعت کړی دی، او نوموړی له خپلو زیات شمېر جنګیالیو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورند کرښې په اوږدو کې تحرکات لري.

حال دا چې عین همدا خبر همدې غربي رسنیو په ۲۰۱۶ کې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کیدو وروسته د طالبانو د نوی مشر مولوي هبة الله د ټاکلو په مهال هم نشر کړی و.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتي بهیر په دغه حساس مقطع کې دا ډول کړنې او تبلیغات خپل زماني او مکاني دلالات لري.

د ابوبکر بغدادي په دغسي بڼه او ځای کې راڅرګندیدلو څخه نیولې د السحاب تر ویډیو ، د ملګرو ملتونو د امنیت شوری تر اعلامیې، د ډاکټر ظواهري او مولوي هبة الله د بیعت … په کندهار کې د عبدالسلام تر نیول کیدو پوري ټوله یوه سناریو ده ، خو داسې اوبدل شوې سناریو چې بیلابیلې وراچول شوې کړۍ یې هره یوه بیل، بیل مدلول لري.

چې په مجموع کې بیا د ټول مدلولات دا یواځینی پیغام رسوي چې طالبان کوم چې د امریکا له سخت پوځي فشار سره سره بیا هم له امریکایانو سره په مخامخ خبرو کې فاتحانه لهجه کاروي او د افغانستان پر زیاتو سیمو د کنټرول ادعاء لري ، د دې سناریو اختلاق کړل شوې کړۍ یې په افغانستان کې د داعش او القاعده د نه شتون ادعاء چیلینجوي.

د بغداداي ناڅاپي ظهور

په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي بیاهم داعش د ځان لپاره بالفعل ګواښ بولي او په افغانستان کې یې پر شتون ټینګار لري د داعش د مشر دغسي معنی لرونکی ظهور د امریکايي چارواکو د ادعاء د اثبات لپاره یو نغد ثبوت دی.

معنی داره ظهور په دې معنی چې د بغدادي په نُکریزو رنګولې ږیره او په افغاني ډوله توشکو باندې یې ناسته دواړه د دې ښکارندويي کوي چې نوموړی په داسې سیمه کې میشت دی چې اوسیدونکي یې د ناستې لپاره د کرسیو او کوچونو په ځای توشکې او سپین ږیري خلګ یې د ږیرې او څیرې د بدلون لپاره تورې نُکریزې کاروي.

دا بیله خبره ده چې بغدادی به واقعا چیرته وي؟ خو مکاني او شکلي ملامح داسې ورته مهیأ شوی چې د هغه موجودیت له افغانستان سره په پوله او یا هم د افغانستان په دننه کې اذعانوي او امریکایانو ته اوس مهال د خپلې ادعاء د اثبات لپاره همدومره څه کافي دی.

د السحاب ویډیو

د القاعده اړوند د السحاب نشراتي مؤسسې له ادرسه د طالبانو او امریکا له شپږم مذاکراتي پړاو سره هم مهاله یوه ویډویو خپره شوه چې په غربي رسنیو کې یې سخت ګړندی مطبوعاتي انعکاس ودرلود او تر اوسه پوري هم لاس په لاس کیږي.

http://bit.ly/2HC56hO

دا ویډویو د السحاب د مخکینو ویډیوګانو له نشراتي مشخصاتو سره په کامل تفاوت کې د پکتیکا په ولایت کې د یوه داسې برید ویډیويي انځور خپروي چې د هغه ټولې ویدیویې صحنې ، په برید کې دولتي ځواکونو ته اوښتي تلفات او د برید په نتیجه کې تر لاسه شوي وسائل طالبانو د عمري لښکر په (۴) نمبراصدار کې د ۲۰۱۶ کال د اپریل د میاشتې په ۵ نیټه په خپل رسمي ویب سایټ الاماره کې په لاندې لینک نشر کړی دی :

الاماره سټوډيو د عمري لښکر جهادي اصدار څلورمه کړۍ نشر کړه

همدا رازعین اصدار د طالبانو پلوي ویب پاڼې تورې بوړې هم په یاده نیټه په لاندې لینک نشر کړی دی:

http://bit.ly/2HvrMSc

خو د السحاب اوسنۍ ویډیو له کوم هیڅ مناسبت پرته هماغه د طالبانو څلور کاله مخکی پخواني برید بیا نشر کړی او هغه ته یې نوې تشریحات لکه د وسله والو شمیر، د هغوی د وسلو نوعیت او د دولتي ځواکونو د تلفاتو ارقام په اوردو ژبه کې وراضافه کړي.

همدا راز په دې اتلس نیمې دقیقه يي ویډیو کې دوه کسان محمد فاروقي او عبد الحنان مجاهد په جلا جلا توګه د طالبانو د کمین په اړه په اوردو ژبه توضیحات ورکوي.

د ویډیو په یوه برخه کې یو تصویر هم ښودل کیږي چې نوموړی د پاکستان د را ولپنډۍ اوسیدونکی اصلي نوم یې یاسر میرزا او جهادي نوم یې خالد قیمتی بلل کیږي.

دا ویډیو چې ۱۸ دقیقې او ۲۸ ثانیې وخت لري ډیری برخې یې د طالبانو مربوط د الاماره او منبع الجهاد سټوډیو ګانو د پخوانیو نشر کړل شوې جهادي فیلمونو متفرقې صحنې دي چې دلته بیاځلي نشرشوې دي.

په یادې ویډیو کې دومره تصرف شوی چې له هغې څخه د طالبانو د الاماره سټوډیو د معلوم او مشخص نطاق له لوري په پښتو ژبه ورکړي توضیحات حذف او پرځای یې د محمد فاروقي او عبدالحنان کوم چې د شهرت ، هویت او مسؤلیت په اړه یې څه وضاحت نشته په غیر محلې ( اردو) ژبې تفصیلات ور ځای شوي دي.

دا چې یاده ویډیو (امارت-اسلامیہ-کے-سائے-تلے) د اسلامي امارت تر سیوري لاندې سرلیک لاندې ترتیب شوې نو ځکه یې په پیل او پای کې د امارت په اړه د طالبانو د مشهور ترانه ویونکي امین الله (حیدري) په غږ کې هغه ترانه ځای شوې چې په ۲۰۱۶ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اخترمحمد منصور تر وژل کیدو وروسته د طالبانو له نوي مشر هبة الله اخوند زاده سره د بیعت په اخیستلو په کوم مناسبتې محفل کې ویل شوې ده.

ترانه په لاندې مقطع پيلیږي:

یو کور دی ، یوتن دی یوځان امارت .. یو غږ یو قوت یو آرمان امارت.
یوصف ، یولښکر، یو امیر ، یو مسیر… ودان دی ، ودان دي ودان امارت.

یوه متفاوته ویډیو

یاده ویډیو د السحاب له نورو ویډیو ګانو سره په مقارنه کې ډیر نشراتي توپیرونه لري چې په لاندې ډول واضح کیږي :

۱ـ د ویډیو ټولې صحنې تلفیقې صحنې دي چې د طالبانو له نورو مختلفو ویډیو ګانو څخه په غیر مرتب ډول را اخیستل شوي دلته ور ځای شوې دي .

۲ـ د السحاب نور ټول اصدارات چې وکتل شي هغه د القاعده د مشرتابه (اسامه بن لادن ، ډاکټر ایمن الظواهري او یا د دوی کوم بل مهم چارواکي په مقدماتي وینا سره پیل او د نشر لپاره مشخص مناسبات ، لکه پر افغانستان د امریکا برید، د سپتمبر یولسمه ، د طالبانو د کوم مشر شهادت او … ورته ټاکل شوي وي

۳ـ د السحاب مخکیني ویډیو ګانې د کیفیت او کمیت په لحاظ د ښې محتوا او قوي پیغام لرونکې او ورکې نشرشوي اکثریت صحنې یې هم خپله د السحاب تصویري ټیم په عدسیه عکاسي شوې .

۴- د السحاب د نورو اصداراتو اصلي ژبه عربي او د اړتیا په صورت کې پښتو یا نورو ژبو ته له عربي څخه ترجمه شوې.
خو دا ویډیو د القاعده د مشر له مقدماتي وینا او بل کوم هیڅ مناسبت پرته همداسي په عشوايي ډول د طالبانو له تقریبا څلورکاله وړاندې نشر شویو تکراري اصداراتو څخه سکڼل شوي او د امارت په یوه ترانه باندې پیل شوې.

۵ـ د السحاب نور اصدارات به ترهرڅه وړاندې په جهادي ویب سایټونو کې نشریدل او د طالبانو نشراتي کمیسون ته به یې هم یوه کافي د استهداء لپاره رسیده خو دا ویډیو نه دا چې د طالبانو نشراتي کمیسون ته نه ده رسیدلې ، بلکې برعکس تر ټولو جهادي ویب سایټونو وړاندې په امریکايي ویب سایټونو کې راڅرګنده او امریکايي مجلې «لانګ وار ژورنال» یې په اړه ولیکل چې د هغې له نشر څخه اصلي موخه د امارت او القاعدې ترمنځ جوړشوي ایتلاف اعلانول دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په روان مذاکراتي بهیر کې تر ټولو جنجالي خبره په افغانستان کې د القاعده موجودیت او له طالبانو ( اسلامي امارت) سره د هغوی تړاو دی په دغسي یوه حساس وخت کې د السحاب نشراتي مؤسسې د بي مناسبته او بي ضرورته ویډیو له نشرولو څخه دوې خبرې استنتاج کیږي :

لومړی دا چې ممکن د السحاب نشراتي مؤسسې مربوط وسائل هم د القاعده د نورو مهمو اسنادو په څیر کوم چې په ایبټ اباد کې د اسامه پرکور تر برید وروسته د امریکایانو لاسته ورغلل دا هم د هغو په جمله کې د امریکایانو لاس ته ورغلي او اوس یې هغوی په نشراتي مورد کې د خپل میل مطابق کاروي.

دوهم دا چې په ۲۰۱۳ کال کې د السحاب نشراتي مؤسسې مرکز په قبائلي سیمه کې د امریکايي ډرون الوتکې لخوا په نښه چې د هغې تکړه مسلکي مسؤل عمر طالب (عادل القميشي) له نورو معتمدو او پیژندل شويو حرفوي پرسونلو سره یوځای ووژل شو.

ښايي اوسنۍ اداره یې د داسې چا لاس ته لویدلي وې چې نه د عمر طالب په څیر له مسلکي استعداده برخمن وي او نه هم د هغه په شان قابل اعتبار وي.

چې دې کسانو بیا د خپلې مسلکي نیمګړتیا او نه اعتماد له وجي د خاصو کړیو د ترهیب او ترغیب په نتیجه کې د داسې بي کیفیته ، بي ضرورته او بي مناسبته ویډیو په ترتیب او نشرولو اقدام کړی وي چې تر خپلو دوستانو وړاندې غربي نشراتي کمپاینرانو ته رسیدلي وي.

خلاصه :

د طالبانو او امریکا ترمنځ په ټپه ولاړ مذاکراتي بهیر بیا هم د طرفینو لپاره د تفاهم یو غوره چانس دی.

باید جانبین تر ممکن حد پوري هغه ته د مشکل تراشلو په ځای د هغه د روانولو او مؤثر کولو کوښښ وکړي.

تیر اتلس کلن بهیر کافي وخت دی چې تجربه او عبرت تري واخیستل شي او بیا د هغې تجربې او عبرت په رڼاکې د راتلونکي افغانستان لپاره مؤثره او معقوله ستراتیژي عیاره شي.

خدای دې وکړې چې د مذاکراتي بهیر د دواړو لوریو راتلونکې ستراتیژي د بمونو او بریدونو په ځای د سولې او تفاهم ستراتیژي وي چې وکړای شي افغانان نور د جګړې او تباهي له شره وژغوري…

%d bloggers like this:
/* ]]> */