افغانستان

ایکانومسټ: طالبان د کابل حکومت په پرتله زیات مشروعیت لري

د برېتانیا مشهورې نړیوالې مجلې ایکانومیسټ په خپل یوه غږیز پروګرام کې ویلي چې د افغان حکومت په پرتله د امریکا او دې حکومت پر ضد جنګېدونکې د مقاومت ډله، طالبان، زیات مشروعیت لري.

په پروګرام کې د دې مجلې له هغه خبریال سره مرکه شوې چې په دې وروستیو کې یې په هېواد کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه د راپور چمتو کولو لپاره کندهار ته سفر کړی، او هلته یې د ولسي وګړو له خولې اورېدلې کیسې په خپل راپور کې لیکلې دي.

%d bloggers like this: