لوبې

نړیوال جام او اصغر؛ مخکنی لوبډلمشر، اوسنی باتجربه کرکټر وپېژنئ

لیکنه: عبدالله عادل

اصغرافغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي مخکنی لوبډلمشر او په کرکټ کښي پېژندل سوې څېره ده.

د اصغرافغان بشپړ نوم محمد اصغر افغان دی چي د ۱۹۸۷ کال د ډسمبر په میاشت کښي د افغانستان په مرکز کابل کښي زېږېدلی دی.
اصغرافغان ښی لاسی مېډل ارډر توپ وهوونکی دی.

اصغرافغان د لومړي ځل لپاره د افغان ۱۷ کلني لوبډلي سره په ۲۰۰۴ کال کښي یو ځای سو هلته له لوبېدو وروسته په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال کښي د ملي لوبډلي لپاره د نړیوال کرکټ لیګ په دریم ، څلورم او پنځم ډیوېژن کښي ولوبېد.

افغان د ۲۰۰۹ کال کرکټ نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کښي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ لیسټ اې (List A) لوبه د برموډا پر خلاف ترسره کړه او له هغه څخه وروسته نوموړي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹ کال د اپرېل میاشتي پر ۱۹مه نېټه د سکاټلند هیواد خلاف ترسره کړې .
له یو ورځنیو لوبو وروسته اصغرافغان خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۰ کال کښي د ایرلینډ خلاف ترسره کړه .
د ۲۰۱۰ کال په اپرېل میاشت کښي اصغرافغان د نړیوال شل اوریزه جام لپاره په افغان لوبډله کښي شامل سو.

په ۲۰۱۴ کال کښي افغانستان د لومړۍ ځل لپاره لومړي درجه هیواد بنګلدېش ته ماته ورکړه په دغه لوبه کښي سمیع الله شینواري او اصغرافغان په ګډه سره د ۱۶۴ منډو ملګرتیا ترسره کړه.
د ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کښي هغه د نړیوال جام لپاره په غوره سوې ۱۵ کسیزه لوبډله کي شامل سو.

د اصغرافغان د یو ورځنیو لوبو لاسته راوړنې

۳۱ کلن اصغرافغان تر دا مهاله د افغانستان لپاره په ۱۰۱ لوبو کښي ۲۰۶۴ مندي جوړي کړي چي یادو منډو کښي ۱۱ نیمه سلیزي او یوه سلیزه لري.

همدا یو ورځنیو لوبو کښي ۹ ځلي ناسوځېدلی پاته سوی ، اورېج یې ۲۴ او سټرایک رېټ یې ۶۴،۷۲ دی.
په یو ورځنیو لوبو کښي یې د توپ اچووني په برخه کي ۳ ویکیټي هم ترلاسه کړي.

په شل اوریزو لوبو کي د اصغرافغان لاسته راوړنې

افغان په ۵۹ شل اوریزو لوبو کي ۱۰۵۶ منډي لري چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي ۶۲ دي ، ایورېج یې ۲۱ او سټرایک رېټ یې ۱۰۶ دی.

د یو ورځنیو لوبو د لباس شمېره یې ۴۴ ده.
دا چي اصغرافغان له ملي لوبډلي سره له پیل څخه پاته سوی ، ډیری لوبو او جامونو کښي یې د افغانستان استازیتوب کړی نو دا ځلي راتلونکی نړیوال جام به یې دوهم نړیوال جام و اوسي چي پکښي لوبیږي به.

اصغرافغان په افغان لوبډله کښي د تجربې پر بنسټ په نړیوال جام کښي یو له هغو افغان لوبغاړو څخه دی چي د ښو لوبو توقع ورڅخه کیږي.

سرچینه: یاران

%d bloggers like this: