افغانستان

په افغانستان کې شاو خوا د یو میلیون یتیم ماشومانو اټکل شوی

دامریکا له راتګ وروسته افغانان د بلها خونړیو پېښو، او دردمندو کیسو شاهدان دي.

 د افغان حکومت د اټکل له مخې په هېواد کې د یتیمو ماشومانو شمېر شاوخوا یو میلیون دی، چې له دې ډلې یوازې لس زره یې په پالنځایونو یا یتیم خانو کې ساتل کېږي.

 د کار او ټولنيزو چارو وزارت وایي، د دې لس زرو یتیمو ماشومانو لپاره په ټول هېواد کې ۶۵ دولتي او خصوصي پالنځایونه شته دي.

په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړي بنسټونه د یتیمو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د حکومت ګامونه اغېزمن نه بولي.

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په هېواد کې د یتیمو ماشومانو کره شمېر نه دی څرګند، خو د اټکل او یو شمېر راپورونو له مخې دا شمېر شاوخوا یو میلیون ښودل شوی.

 د افغانستان د یتیم خانو عمومي رئیس فیضان احمد کاکړ هم وايي د یتیمو ماشومانو د ملاتړ او ساتنې لپاره د پام وړ کارونه نه دي شوي.

د نوموړي په خبره، د یتیمو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، خو هغه امکانات چې دوی ته په کار دي، نه یې لري.

داشمېر دپخوا په زیات شوی چې هېوادوال یې له خورا بدحالت سره مخ کړي، یوشمېر کتونکي  دې قصیې ته دحکومت عدم توجه دهېوادوالو په خیر نه بولي، اودبشري بحران دمخنیوي لپاره دې موضوع ته له حکومت د څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */