نړۍ

حوثیانو سعودي کې ډرون برید کړی

د یمن حوثیانو د سعودي عربستان په نجران ښار کې پر یوې ودانۍ باندې ډرون برید کړی دی.

د سعودي د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې، د حوثیانو پر ضد د اېتلاف ویاند، ترکي المالکي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې برید پر یوې ملکي ودانۍ شوی دی. نوموړي د تلفاتو او نور زیان په اړه معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا، د حوثیانو المسیرة ټلوېزون وايي ډرون برید د پوځ پر هوايي ډګر او د وسلو پر زېرمتون شوی دی.

تېره اوونۍ، سعودي عربستان ویلي و چې حوثیانو د دې هېواد د تېلو پر دوو پمپ سټېشنونو باندې ډرون بریدونه کړي دي.

د یادونې وړ ده، سعودي عربستان له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د یوه اېتلاف مشري کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */