نړۍ

ایران له م.م غوښتي د کړکېچ کمولو کې مرسته وکړي

ایران له ملګرو ملتونو غوښتي چې په سیمه کې د ”ګواښوونکي امنیتي وضعیت“ د ارامولو په موخه ډیپلوماټیکي هلې ځلې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، مجید تخت روانچي، د دې سازمان عمومي منشي، انتونیو ګوتیریش ته دا خبرې پرون دوشنبه په یوه لیک کې کړې.

روانچي ویلي، ایران ”جنګ نه غواړي، خو که نور جنګ پرې تحمیل کړي، له خپلې خاورې به دفاع وکړي.“

د ایران سفیر په لیک کې زیاته کړې چې که جګړه رامنځته شي، ژر به له سیمه ییزې سطحې پورته شي او پر نړیوال امنیت او سوله باندې به پراخې اغیزې ولري.

ایراني سفیر داسې مهال دا لیک لیکلی چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی، او دواړه یو بل ته ګواښونه کوي.

بلخوا، ملګرو ملتونو له ایران او امریکا دواړو غوښتي چې له لفظي شخړو ډډه وکړي.

%d bloggers like this: