افغانستان

میدان وردګ کې د چاپې له امله لږترلږه ۵ ملکي وګړي وژل شوي

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ پر ځینو کلیو باندې د حکومت او امریکايي ځواکونو په چاپه کې، چې بمباري هم ورسره وه، لږ ترلږه ۵ ملکي وګړي، چې ماشومان او زده کوونکي هم پکې شته، وژل شوي دي.

په دې چاپه کې، چې نږدې ۴۸ ساعته یې دوام درلود، د ولسي خلکو ګڼ کورونه ویجاړ شوي، او ځینې نور وګړي دولتي ځواکونو له ځان سره بېولي دي.
بلخوا، د میدان وردګ ولایت د والي رسنیز دفتر ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ۱۲ جنګیالي وژل شوي، ۲ ټپیان شوي او ۶ نور یې ژوندي نیول شوي دي.
د سیمې خلکو پر ټولنیزو رسنیو، او د والي د رسنیز دفتر پوسټ ته په تبصرو کې لیکلي، چې په نیول شویو ملکي کسانو کې خیاطان او متعلمین هم شته.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */