خبرونه

چين: افغانان کله هم سولې ته د اوس په څېر نه وو نژدې شوي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې تاجکستان ته د یوه سفر پر مهال ددغه هېواد له ولسمشر سره کتلي او له یادې کتنې وروسته یې رسنیو ته د افغانستان د سولې په برخه کې د چین او تاجکستان همکارۍ ته د چمتووالي خبر ورکړی او وايي، افغان سوله تر بل هر وخت اوس نیږدې شوې او په افغانستان کې له کلونو جګړو او ګډوډیو وروسته اوس د سولې رامنځته کېدل تر یوه حده ممکن شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د تاجکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان سره له لیدنې وروسته وویل چې د افغانستان د سولې د بهیر روانې هڅې هیله پیدا کوي چې له کلونو جګړې وروسته په دغه هېواد کې د سولې د منځته راتلو شرایط برابر شوي دي او زیاتوي، چې د افغانستان د سولې لپاره ترسره شوې هلې ځلې د پاملرنې وړ اقدامات بللي او هیله یې څرګنده کړي ده چې دغه هڅې به پایلې ته ورسیږي.
د چین د دولتي راډيو تلویزیون په راپور کې راغلي دي چې وانګ يي د امریکا او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو د استازو د مذاکراتو په غبرګون کې هم هیله څرګنده کړې وه، چې دغه خبرې اترې به یوه توافق ته رسیږي. هغه په افغانستان کې ښکیلو ډلو ته د مناسبو خبرو اترو بلنه ورکړه، ترڅو یوې سیاسي اجماع ته ورسیږي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرو اترو بهېر اسانه کړي.

وانګ يي چې له خبریالانو سره یې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان د ګاونډیو په توګه چین او تاجکستان په دې هیواد کې د پخلاینې او بیارغونې د څرنګوالي په اړه خپل دریځونه همږغه کړل.هغه هيله ښودلي چې په ترسره شویو هلو ځلو سره په افغانستان کې د سولې د منځته راتګ بهیر له تمې لرې نه دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلی او دواړو لوریو ورته په مثبت نظر کتلي، همدارنګه د سولې د خبرو اترو د اووم پړاو که څه هم نېټه تر اوسه نه ده څرګنده؛ خو ښايي د تېرو دوو موضوعاتو پر نهايي کېدو تمام شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */