خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د نړیوال بانک او بین المللي مالي ادارې مرستیالانو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال هارتوګ شفر او د بین المللي مالي تامین ادارې مرستیالې مېرمن نینا ستویلجکویک سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال او د بین المللي مالي تامین ادارې مرستیالې د دغو بنسټونو د نویو دفترونو د جوړولو او له افغانستان څخه د موثر ملاتړ لپاره د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه بحث وکړ.

د هېواد جمهوررئیس هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نړیوال بانک د دوامدار ملاتړ مننه وکړه او وې ویل، د نړیوال بانک او د بین المللي مالي موسسې د نویو دفترونو جوړېدل او پرانیستل له افغانستان سره د دغوبنسټونو ژور او اوږدمهاله تعهد ښیي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */