خبرپاڼې

جمهور رئیس غني د برتانیې د نوې سفیرې باورلیک ومانه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د برتانیې د نوې سفيرې الیسون ماري بلیک باورلیک  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې  ومانه.

په دغو مراسمو کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شول، جمهور رئیس غني او د برتانیې نوې سفیرې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او برتانیې ترمنځ د اړیکو پر لاپراختیا خبرې وکړې.

جمهوررئیس د برتانیې نوې سفیرې  ته په افغانستان کې د نوي ماموریت د مبارکۍ ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د برتانیې د مرستو او همکاریو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد د ځواکونو د ونډې قدراداني وکړه او د دوی هڅې یې وستایلې.

د برتانیې نوې سفیرې په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده او وې ویل، د افغانستان او برتانیې ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پياوړتیااو پراختیا لپاره به هلې ځلې وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */