خبرپاڼې

د ملي امنیت شورا غونډې د غزني د ټاکنو په اړه بحث وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په دلګشاماڼۍ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د ټاکنو قانون د پېش بیني شوي ترکیب له مخې جوړه شوې وه، په پیل کې د غزني د ټاکنو په اړه مفصل بحث وشو.

غونډې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته دنده وسپارله، چې د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته نوې طرحه چې غزني ولایت د ټاکنیزو حوزو له مخې ووېشي، د تصویب لپاره وړاندې کړي.

دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د مرکزې احصائیې ادارې ته لارښوونه وشوه چې د جمهوري ریاست دویم معاونیت او د اجرائیه ریاست لومړي معاونیت  سره د یادې طرحې د تدوین او تخنیکي کار په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي، ترڅو د یادې طرحې د تدوین په برخه کې ټول معیارونه رعایت شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */