نړۍ

’سعودي عربستان تر روژې وروسته درې دیني عالمان اعداموي‘

لندن-مېشتې Middle East Eye رسنۍ په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې سعودي عربستان تر روژې وروسته د درو دیني عالمانو د اعدامولو پلان لري.
رسنۍ د دوو حکومتي سرچینو او د بندیانو د یوه خپلوان له خولې لیکلي، دا درې عالمان – شیخ سلمان العوده، عوض القرني او علي العمري – به تر روژې وروسته میاشت کې محکمه او اعدام کړل شي.

د رسنۍ د یوې سرچینې له قوله، ’سعودي عربستان به د مرګ په سزا تر محکومېدو وروسته د دې کسانو په اعدامولو کې ځنډ ونکړي.‘
سعودي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، یاد درې عالمان د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */