کلتور او ادب

کړواله «ئ» په پښتو نه ده تپل شوې| خبیب علي

تېره ورځ مې په تاند کې د ډاکتر ماخان شینواري لیکنه ولوسته، ډاکتر صیب لیکلي و چې «ئ» په پښتو تپل شوې ده او باید له کارونې یې ډډه وشي. د ډاکتر صیب منظور دا و چې دا «ئ» په پښتو کې نشته او باید پر مشروعیت یې له سره بحث وشي.

ماته د ډاکتر صیب وروستۍ خبره ډېره معقوله راښکاره شوه، ځکه د ژبې پرمختګ هغه وخت ګړندی کېږي چې نظرونه تبادله شي او زاړه روایات په نوو لارو وڅېړل شي. ما هم په دې لیکنه کې کوښښ کړی دی چې په پښتو ژبه کې د کړوالې «ئ» شتون ثابت کړم. البته د دې «ئ» د کارنځایونو ذکر مې نه دی کړی، ځکه زموږ د ادب لویو استادانو ټول هغه موارد څېړلي چې دا «ئ» پکې کارېږي. له دې اسیته زه په دې برخه کې څه وراضافه کولای نه شم. ممکن زما نثر به ښه او معیاري نثر نه وي، خو هیله من یم چې په لیکنه کې شته معلومات به یې دا کمی ورپوره کړي او لږ تر لږه به په لوستو وارزي.

د کړوالې «ئ» اصل او منشاء:

پښتو ژبې د خپل پرمختګ او ارتقا پړاو نسبت نورو ژبو ته ډېر وروسته شروع کړی دی، نو ځکه یې د لیکدود په اړه پوره معلومات نشته. د لیکدود نه زما منظور د توریو بڼې او شکلونه دي، چې ډېری یې لا معلوم نه دي چې چا ټاکلي دي او څنګه یې ټاکلي دي او که په دې اړه معلومات وي هم، نو لا زما تر نظر تېر شوي نه دي. دا خو معلومه ده چې اوږده «ې» او زورکي واله «ۍ» مرحوم وزیر محمد ګل خان مومند ټاکلې دي، خو دا لا معلومه نه ده چې کړواله «ئ» چا ټاکلې ده؟

د وزیر بابا په کلونو کې د پښتو لیکدود لپاره منل شوې بڼه نه وه او د ډېرو اوازونو لپاره توري هم نه وو. ډېر نوي شیان هم رامنځته کېدل چې نوي پښتو نومونه ورته په کار وو، مثلا د پوهنځي کلمه چې نسبت یې علامه عبدالحی حبیبي ته کېږي، په همدې زمانه کې جوړه شوې ده. یا د هڅوب لفظ چې وزیر محمد ګل خان مومند جوړ کړی دی او معنا یې «هغه څه چې خلک بېلوي» دی، د همدې کلونو ایجاد دی. د دې مثالونو په پام کې نیولو سره له امکانه لېرې نه ده چې د پنځو ستورو په زمانه کې دې د دې «ئ» کمی محسوس شوی وي او د وخت ژبپوهانو دې ورته دا بڼه «ئ» کارولې وي. دا هم امکان لري چې کړواله «ئ» دې هم وزیر محمد ګل خان مومند ټاکلې وي. د استاد پوهاند زیار او ګڼو نورو لیکوالو په حواله په هغو کلونو کې به په لیکدود او د ژبې او ادب په نورو برخو کې نوښت او تغییرات د پښتو ټولنې تر منظورۍ وروسته راتلل. که دا منل د لاسونو په پورته کولو وو او که د دلایلو او استدلال له لارې، زموږ منظور دا دی چې تغییر به د پښتو ټولنې په موجودیت کې راته. هرکله چې تغییر د پښتو ټولنې په منظورۍ راته. که موږ د ډاکتر صیب ماخان شینواري خبره سمه وبولو او کړواله «ئ» په پښتو لیکدود تپل شوې وګڼو، نو دا څنګه کېدای شي چې وزیر محمد ګل خان مومند یا بل کوم لیکوال دې دومره لوی بدلون په پښتو لیکدود کې راوستی وي او په پښتو ټولنه کې دې هېچا ورسره مخالفت نه وي کړی؟

د فونیم او ګرافیم کشمکش:

په پښتو ژبه کې له پخوا وختونو راهیسې د فونیمونو او ګرافیمونو ترمنځ بشپړ سمون نه و. پخوانیو قاموس لیکونکو د غږونو او توریو ترمنځ دا بېلتون درک کړی و او بېلابېلې لارې یې د لغاتو د سمې لوستنې لپاره کارولې وې. وزیر محمد ګل خان مومند په خپل قاموس (پښتو سیند-۱۳۱۶ل) کې د کلمو د سمې لوستنې لپاره د مخففونو یو سیستم غوره کړی و چې بیا نورو قاموس لیکونکو د وزیر بابا مرکب او سخت مخففات لږ څه ساده کړل او د الفاظو د لوستو لپاره یې له بسیطو او ساده توریو څخه کار واخیست. په کوزه پښتونخوا کې هم د کلمو د لوستو لپاره بېلابېلې لارې کارول شوې دي چې ذکر کول یې ګومان کوم د لیکنې د طوالت سبب ګرځي. د اواز او تلفظ د څرګندولو دې بېلابېلو سیستمونو نه یوازې دا چې عامو وګړو ته ستونزې جوړې کړې وې، بلکې د کلمو د غږیز جوړښت او غږیزو ځانګړتیاوو سره یې هم سمون نه خوړ.

له دې کبله پښتو ټولنې د ۱۳۵۵ل کال د حمل په دېرشمه د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د پښتو ژبې فونیمیکه الفبې وټاکله. په دې غونډه کې مرحوم استاد علامه عبدالحی حبیبي، پوهاند علامه عبدالشکور رشاد، استاد عبدالروف بېنوا، پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار او ګڼو نورو لویو لیکوالو او ژبپوهانو برخه اخیستې وه. د دې غونډې په پایله کې چې کومه فونیمیکه الفبې وټاکل شوه، په هغې کې هم پنځه یېګانې دي. البته په دې «ئ» بڼه پکې کومه یې نشته.

باید ووایو چې په پښتو ژبه کې همدا یوه زورکي واله «ۍ» په دوو بڼو لیکل کېږي، چې موخه ترې په اصل کې د دوو اوازونو څرګندول دي. د پښتو ژبپوهنې استاد پوهاند زیار صیب یې دا دوه بڼې، یوه نومواله (ۍ) او بله کړواله (ئ) بولي.

د کړوالې «ئ» اثبات:

له کلونو راهیسې دا خبره راروانه ده او کوم شک هم پکې نشته چې پښتو څلور یېګانې لري، خو د ټولو لویو لیکوالو په کتابونو کې پرې دا خبره وراضافه شوې چې شکلونه او بڼې یې پنځه دي. پوهاند صدیق الله رښتین یې هم څلور ګڼي خو ورسره وایي چې بڼې یې پنځه دي. په اوسنیو لیکوالو کې پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار په خپل «پښتو لیکلار ښود» کې پښتو یېګانې څلور ګڼي، خو بڼې یې دوی هم پنځه لیکلې دي. استاد محمد معصوم هوتک هم یوځای پښتو یېګانې پنځه ګڼلې دي چې ګومان کوم منظور به یې ترې پنځه بڼې وي، نه پنځه یېګانې.

بله خبره په پښتو ژبه کې د بېلابېلو لهجو شتون دی. د علامه عبدالحی حبیبي او استاد محمد معصوم هوتک په شمول د لویدیزې (کندهارۍ) لهجې ګڼ ویونکي او لیکونکي دا «ئ» په خپلو لیکنو کې کاروي. د سوېل لویدیز کابو ټول وګړي د زوروالې «ی» اواز په زورکي والې «ئ» بدلوي. مثلا لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي رحمه الله لیکي: پخوانو خلکو خو نثر نه دئ لیکلئ، او هغه چا چي کښلئ دئ هغه خو نیم نثر ګڼل کیږي او د شعر د وزن او قافیې لحاظونه ئي پکښي کړي دي.

دلته ستونزه یوازې د زورکي والې «ئ» نه ده، علامه حبیبي رحمه الله خو د زوروالې «ی» پرځای هم زورکي واله «ئ» کاروي. که موږ دا «ئ» له پښتو لیکدود وباسو نو د سوېل لویدیز وګړي به څه کوي؟

ډاکتر صیب یوځای دا هم ویلي دي چې دا «ئ» د عربو ده او موږ ورڅخه پور کړې ده. استاد زیار لیکلي دي چې د پښتو ژبې څلور – پنځه ډوله یېګانو د عربي ژبې له یوې «ی» څخه سرچینه اخیستې ده. د استاد زیار خبره ډېره معقوله، بېخي ډېره معقوله ده، ځکه پښتنو د خپل لیکدود بڼه له عربي څخه اخیستې ده او په عربي ژبه کې یوازې یوه «ی» شته. کله چې پښتنو د عربو لیکدود راخپل کړ، خپلو اوازونو ته یې پکې پوره توري ونه موندل، نو ځکه اړ شول چې د ځینو غږونو لپاره نوي توري وټاکي. د وخت په تېرېدو همدې اړتیا د نوو تورو جوړېدو ته لار هواره کړه او نوي توري رامنځته شول. د نوو تورو په جوړېدو کې کوښښ وشو چې د اوازونو ترمنځ نږدېوالی په پام کې ونیول شي. څرنګه چې په پښتو کې د دې پنځو یېګانو اوازونه یو بل ته نږدې وو، نو ځکه یې بڼې هم یو بل ته نږدې او ورته وټاکل شوې. په اصل کې دا پنځه یېګانې د عربي ژبې هماغه یوه «ی» ده چې په پښتو غږپوهنه کې په پنځو بڼو لیکل کېږي.

بله خبره دا ده چې نومواله «ۍ» د کړوالې «ئ» هدف نه شي ادا کولای، مثلا په دې جمله کې «د غلامۍ کړۍ ماته کړئ» که په فعل کې راغلې کړواله «ئ» په نوموالې «ۍ» بدله کړو، نو داسې به شي چې (د غلامۍ کړۍ ماته کړۍ). په دې صورت کې دویمه جمله د لومړۍ جملې هومره معنا نه لېږدوي او په ګرامري لحاظ هم سمه نه ښکاري، ځکه دلته د نوم او فعل (کړ) ترمنځ توپیر پټ پاتې کېږي. ممکن موږ په دې توپیر پوه شو خو هغه څوک چې پښتو ژبه د دویمې ژبې په توګه زده کوي، ورته ستونزمنه ده چې په دې ډول باریکیو پوه شي.

ګومان کوم ډاکتر صیب ماخان شینواری د ختیزې لهجې ویونکی دی، نو ځکه یې هغو ستونزو ته چې د ختیزې او لویدیزې لهجې ترمنځ پرتې دي، پام نه دی وراوښتی.د کړوالې او نوموالې یې خبره پر خپل ځای، په پښتو کې خو د زورکي والې «ئ» او زوروالې «ی» ستونزه هم له ډېر پخوا څخه راروانه ده. مشر استاد پوهاند صدیق الله رښتین له ډاکتر همایون هما سره په مرکه کې ویلي و چې له علامه عبدالحی حبیبي سره یې هم د لیکدود پر سر څه ستونزه رامنځته شوې وه. نو که موږ په لیکدود کې شته ستونزې پرېږدو او په نوو ستونزو پسې وګرځو، ګومان کوم لیکدود او ژبې ته تاوان رسوو او په لوی لاس د خپلې ژبې د پرمختګ مخه ډب کوو.

ماخذونه:

۱. رښتین، پوهاند صدیق الله. (۱۳۸۳ل). ستر پښتون محمد ګل مومند بابا، محمد ګل مومند مقاله. پېښور: د دانش خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګه

۲. حبیبي، علامه عبدالحی. ( کال؟). د علامه پوهاند حبیبي شل مقالې.

۳. هلالي، دوکتور عبدالحکیم. (۱۳۵۵ل). د پښتو ژبې د فونیمیکي الفبې لارښود. کابل: پښتو ټولنه

۴. رښتین، پوهاند صدیق الله. (۱۳۷۲ل). پښتو ګرامر. پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي

۵. زیار، دوکتور مجاور احمد. (۱۳۸۵ل). لیکلار ښود (یوه پښتو-کره پښتو). د ساپي پښتو څېړنې او پراختیا مرکز

۶. هوتک،استاد محمد معصوم. (۱۳۹۰ل). پښتو متون سمېدل غواړي. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه

437 total views, 47 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this:
/* ]]> */