کلتور او ادب

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

زموږ دُعاوې هم تاثیر نۀ کوي
نور دې د زړۀ زخمونه ویر نۀ کوي

دا مړه! داسې لېوني دي پاچا
چې هیڅ پروا دې د ځنځیر نۀ کوي

څوک دې زیارت نه اولاد نۀ غواړي او
د خدای کارونه دې په پیر نۀ کوي

تۀ دې دا خپل لېوني سپي وتړه
نورې ښېراوې به فقیر نۀ کوي

ښه نو زۀ څۀ وکړم؟ ځه تۀ ووایه
چې قناعت زما ضمیر نۀ کوي

عسکر پوهېږي چې غلط روان دی
اطاعت ځکه د امیر نۀ کوي

سم مشر نۀ دی “خدرخېله” هغه
چې سم کارونه یې وزیر نۀ کوي

ــــــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۸/۱/۳۱

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: غزل؛ جانان خدرخېل

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */