نظر او تحلیل

د قطر په دفتر باندي زیاتېدونکی رش

وحيد فقيري

څه موده کېږي چي د طالبانو د قطر دفتر ته د سترو بین المللي دپلوماتانو تګ راتګ په محسوسه توګه زیات سوي دی. پدې عالي رتبه دپلوماتانو کي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاد خاص استازی، د ملګرو ملتونو خاص استازي، د جرمني خاص استازی، د اندونیزیا سفیره، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیاله، او داسي نور شامل دي.

د قطر پر دفتر باندي د لویو نړیوالو دپلوماتانو دا موجوده رش څو مهم مسایل په ګوته کوي.

اول، داسي ښکاري چي بین المللي ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې ده چي د طالبانو او امریکایانو مذاکرات قاطع او ټاکونکي مرحلې ته رسېدلي دي، او هرومرو به یوه مثبته نتیجه ترې راووزي.

دوهم، د طالبانو د قطر سفارت وشمه دفتر ته د دپلوماتانو دا رش په نړیواله سطح د طالبانو مشروعیت ور زیاتوي. او په عین زمان کي د غني – عبدالله د ایکسپاریډ او ختم رژیم پر تابوت باندي وروستي مېخونه ټک وهي.

درېیم، د طالبانو سره د خارجي دپلوماتانو دا راز ملاقاتونه د ارګ لپاره واقعا د خطر زنګ دی، او داسي ښکاري چي بین المللي ټولنه د غني – عبدالله د رژیم د جنازې لپاره ترتیبات نیسي.

لکه څنګه چي د غني – عبدالله د رژیم موده نن پوره کېږي، د جمهوري ریاست مطلق اکثریت کاندیدانو د سرپرست حکومت غوښتنه کړې ده، او که چیري غني – عبدالله جڼه جڼه وکړي، هغوی د پراخو مدني اعتراضونو تهدید کړی دی.

البته که چیري د افغان مدني ټولني د غني – عبدالله د رژیم پر ضد سوله ایزي مظاهرې وکړي، د هغوی د لړزانه او بې بنیاده رژیم سقوط حتمي کېږي.

نن خلیلزاد د امریکا سنا ته د بندو دروازو شا ته د طالبانو سره د خپلو اوږدو مذاکراتو په اړه معلومات ور کوي، خلیلزاد به په اغلب ګومان د سرپرست او موقت حکومت د جوړېدو نظریه د امریکايي سناتورانو سره شریکه کړي.

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */