افغانستان

هلمند: د ماین په چاودنه کې ۳ امریکایي عسکر وژل شوي

طالبانو ادعا کړې چې نن غرمه مهال یې د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یو ټانګ په ماین الوزولی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه یې د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند د ګولن اغا غونډۍ ته څیرمه د امریکایي ځواکونو په ټانګ ترسره کړې چې پکې سپاره ۳ تنه عسکر یې وژلی یو تن بل یې ټپي کړی دی.

تر اوسه د یادې چاودنې او بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه د هلمند ولایتي چارواکو او افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر څه ندي ویلي.

دا پداسې حال کې دی چې د فراه ولایت مرکز کې هم تیره ورځ په هوایي اډه د بهرنیو ځواکونو پر پټن ځای طالبانو دوه توغندي وار کړي دي چې وایي مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

Tags
%d bloggers like this: