افغانستان

اسوشیټډ پریس: خلیلزاد سناتورانو ته معلومات ورکړل، هغوی هم د پوځیانو ایستلو ته لیواله شوي

اسوشیټید پریس خبري اژانس د امریکا د سنا جرګې استازو له قوله خبر ورکړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ د تړلو دروازو تر شا سناتورانو ته د هغو لانجمنو مذاکراتو په اړوند مالومات ورکړي چې په تیرو څو پړاوونو کې یې د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره ترسره کړي وو.

د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر “جیم ریش“ وايي زه باور لرم چي خلیلزاد پرمختګ کوي، خو «مسئله دا ده چي څومره پرمختګ يې کړی دی، او ایا ټاکل شوي هدف ته به ورسېږي او کنه؟»

که څه هم سناتوران په زغرده د دې خبرو جزئیات نه په ډاګه کوي خو اژانس د ځینو استازو له قوله لیکلي چې ټول لیواله دي تر څو امریکایي عسکر ژر تر ژره له افغانستان نه راووځي.

سناتور ریش وايي، که څه هم مسئله ستونزمنه ده خو په وینا یې چې“موږ چټګ پرمختګ او ژر خلاصېدل غواړو.»

د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو یوه بل دیموکرات غړي “ باب مینندیز “ اسوشیتیدپرس ته ویلي،«موږ ټول غواړو چي خپل عسکر ژر تر ژره له افغانستان نه راوباسو، د دې هدف لاسته راوړل زیات اهمیت لري.»

خلیلزاد وروسته تر هغه اړ شو تر څو له سناتورانو سره د خپلو هڅو مالومات شریک کړي، کله چې هغوی د نوموړي په منډو ترړو شک څرګند کړ او د وضاحتونو غوښتنه یې ترې وکړه.

خلیلزاد داسې مهال له سنا مجلس سره خپل مالومات شریکوي چې تازه یې په قطر کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرې له مهمو پرمختګونو سره یوځای پای ته رسولې او تمه ده چې په لنډ وخت کې د دې خبرو اووم پړاو هم پیل شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */