افغانستان نظر او تحلیل

د هلمند په مرکز او شاوخوا سیمو کې نا امنیو زور اخیستی دی

د هلمند اوسېدونکي وایي د هلمند د مرکز لښکرګا په ګډون د نادعلي، ناوې او ګرشک په ولسوالیو کې یو ځل بیا د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي. ددوی په خبره وسله وال طالبانو پر هغه سیمو او امنیتي پوستو بریدونه کوي چې افغان ځواکونو ترې نیولې وې. د هلمند قومي مشران او ځینې مدني فعالان بیا وایي چې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې ستونزو او کمزوري مدیریت د هلمند نسبي امنیت ته بېرته ګواښونه جوړ کړي دي. د هلمند امنیتي چارواکي هم مني چې په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي خو په خبره یې دوی د تهدیدونو د کنټرول لپاره تیاری لري.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: